ننګرهار کې د انتاني روغتون مسوولین وایي، په دې ولایت کې پر ډینګي ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی.
دوی وایي، په دې ولایت کې د ډینګي ناروغۍ څپې له پیل کېدو راهیسې انتاني روغتون ته د راغلو ناروغانو له ډلې، د۷۵۰ هغو وینه کې ډینګي ویرس موندل شوی او دا ډېره لویه شمېره ده.
ننګرهار کې د انتاني روغتون رییس، خالد شېرزاد وايي: « له موږ سره ۱۰۴۲ تنه ناورغان دي چې په کې شاوخوا ۷۵۲ تنه ناروغان په ډینګي اخته دي. د ډینګي ناروغۍ یوه لویه څپه پر دې ځای راغلې ده او یو مشخصې ساحې یې نیولې دي. په دې کې د خالص فامیلي، رحمت فامیلي او د دولت زیو فامیلي شامل دي. په دغو ساحو کې زموږ ناورغان ډېر زیات دي.»
د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې او د چپرهار ولسوالۍ رحمت فامیلیو اوسېدونکي وايي، له تېرې شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې په ډېرو کورنیو کې د ډینګي ناروغۍ پېښې ثبت شوې دي.
دوی له روغتیايي مسوولینو غواړي چې د ناروغۍ د لا خپرېدو مخنیوي لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي.
د چپرهار ولسوالۍ رحمت فامیلیو اوسېدونکی، عدنان وايي: « له مسوولینو او ریاست غوښتنه کوو چې دلته راشي او دا ډنډونه ډک کړي، درمل وپاشي او دا ناروغي مهار کړي. همدارنګه په هغو ځایونو کې پشه خانې ووېشي چې لا یې نه دي وېشلې.»
د همدې سیمې یو اوسېدونکی، سعیدالله وايي: « دلته په ډینګي ناروغۍ ډېر خلک اخته شوي او ورځ تر بلې لا ډېرېږي. موږ د عامې روغتیا ریاست له ټیم څخه غوښتنه کوو چې دلته راشي او د ناروغۍ مهار ګامونه پورته کړي.»
د عامې روغتیا ریاست روغتیايي ټیمونه هم په دغو سیمو کې د ناروغانو درملنه او خلکو ته عامه پوهاوی وړاندې کوي، ترڅو د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي لپاره لازم وقایوي تدابیر ونیسي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د غوماشو پېژندنې ولایتي مدیر، سید وسېع الله قادري د ډینګي ناروغۍ د نښو په اړه وايي: « د ډینګي ناروغۍ نښې دا دي چې ناروغ ته تبه، ځان دردي، کانګې او استفراغ پیدا کېږي. د دې ډول نښو لرونکی کس باید ژر تر ژره روغتون ته ورسول شي. د دې ترڅنګ باید د اوبو د لوښو سرونه، د څاه ګانو او چاټیو سرونه پټ وساتل شي او له پشه خانو څخه ګټه واخیستل شي.»
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د ناروغۍ د کنټرول لپاره یې پر خلکو پشهخانې وېشلې دي، د اوبو ډنډونو ته یې درمل شیندلي او په هغو سیمو کې یې د ناروغانو د درملنې لپاره روغتیايي ټیمونه ګمارلي چې د ډینګي ناروغۍ پېښې په کې زیاتې دي.
د ننګرهار عامې روغتیا رییس، امین الله شریف وايي: « زموږ خلک د وقایې په اړه فکر نه کوي. باید دوی وقایه په پام کې ونیسي، موږ په دې اړه ټرېننګونه ورکړي، پشه خانې مو وېشلې دي او درمل مو پاشلي. دغه راز، موږ په ډنډونو، کوڅو او لښتیو کې هم د غوماشو د لاروا له منځه وړلو کار ترسره کړی.»
ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده چې د اخته شوې غوماشې د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي.
د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ولاړو اوبو او ډنډونو له منځه وړل، د غوماشو د زیاتېدو مخنیوی او د پشهخانو کارول مهم دي.
روغتیاپالان ټینګار کوي چې د تبې، شدید سر درد، د بدن او بندونو(مفصلونو) درد په څېر نښو د څرګندېدو پر مهال باید ناروغان روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.