هرات کې د دېرش میلیون ډالرو په پانګونې سره د درملو جوړولو درېیو نورو بلاکونو چارې پیل او د درې میلیون ډالرو په لګښت بیا د زرقي درملو تولیدات پیل شول.
پانګوال وایي، په پام کې ده د یادو بلاکونو چارې دوونیم تر درېیو کلونو پورې بشپړې شي چې په کې به ان د سرطاني ناروغیو لپاره هم درمل تولید شي.
پانګوال، عبدالکریم شېرزاد وايي: « موږ په دې درېیو برخو کې تر ټولو ډېر تخصصي درمل، حتا د سرطاني ناروغیو درمل هم تولیدولی شو. همدارنګه موږ کولی شو واکسین تولید کړو او د درملو د تولید لپاره ډېر لوی کار وکړو. په دې سره به د افغانستان د درملو په صنعت کې لوی تحول رامنځته شي.»
د هرات صنایعو او کانونو خونې مسوولین بیا وایي، له پاکستان څخه د درملو وارداتو بندیدو سره اوسمهال په کور دننه د درملو اړتیاوو پوره کولو لپاره هڅې زیاتي شوې دي او دامهال هرات کې ۱۸ د درملو تولیدي کارخونې فعالیت لري او تمه ده د روان کال ترپایه به دوولس نورې کارخونې هم په دې برخه کې فعالیت پیل کړي.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس، عبدالناصر امین وايي: « موږ په افغانستان کې د درملو او سیرومو د تولید په برخه کې ۱۳۰ کارخونې لرو او شمېر یې په ډېره چټکۍ سره د زیاتېدو په حال کې دی. موږ تمه لرو چې ډېر ژر، حتا په دوه درېیو کالو کې پر ځان بسیا شو او نور له بهرنیو هېوادونو واردات ونه لرو.»
صنعتکاران هم وایي چې دامهال هېواد کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او دوی کولی شي تر یو حده په کور دننه د درملو اړتیاوې پوره کړي، خو له بهرنیو هېوادونو څخه د درملو وارداتو د دې صنعت پر وړاندې جدي ستونزې جوړې کړې دي.
صنعتکار، سعید سخيزاده وايي: « موږ داخلي شرکتونه کولی شي تر ډېره حده د بازار د اړتیا وړ درمل تولید کړي، خو د ځان بسیاینې لپاره څه نور وخت ته هم اړتیا شته.»
بله خوا، د هرات سیمهییز مسوولین پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو او مناسبو فرصتونو برابرولو ډاډ ورکوي او وایي، هڅه کېږي د کورنیو تولیداتو د پراختیا له لارې افغانستان د وارداتو له اړتیا خلاص او پر یوه صادراتي هېواد بدل شي.
د هرات صنعت او سوداګرۍ رییس، حکمت الله منصور وايي: « زموږ لیدلوری باید دا وي چې افغانستان د وارداتي اقتصاد پر ځای په تولیدي اقتصاد بدل شي او د خپلې اړتیا وړ محصولات په کور دننه تولید او هم یې د نړۍ بازارونو ته صادر کړي.»
د یادونې وړ ده چې د مسوولینو معلوماتو له مخې، دامهال ټول هېواد کې شاوخوا ۱۳۰ د درملو تولیدي کارخونې فعالیت لري چې اته لس هغه یې په هرات کې دي.