Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه

هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/11

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل هغه لانجمنه او له سرخوږي ډکه مسئله چې پنځه کاله وروسته لاهم پرې نیوکې کېږي او د ډونالډ ټرمپ اداره یې د ابزاري ګټنې ترڅنګ، ترې د خپلو ستونزو  پټولو په توګه کار اخلي.

د امریکا جنګ وزی، پېټ هګسټ چې پخپله د ایران د جګړې په قضیه کې د پاتې راتلو له کبله له جدي نیوکو او آن استیضاح سره مخ دی، تازه یې د امریکا پر پوځي اکاډمۍ نیوکه کړې چې له افغانستانه د بې نظمه او فاجعه زیږوونکې وتنې له ارزولو ډډه کوي.

نوموړي د ۲۰۲۱زېږدیز کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په چاودنه کې د ۱۳ امریکايي عسکرو وژل کېدل، سیاسي، عملیاتي او سټراتیژیکه ناکامي بللې.

هغه دغه څه د پوځي ماموریت ګډوډ او ناڅاپي پرځېدل بللي چې په خبره یې په نړیواله کچه یې د امریکا اعتبار ته نه جبرانېدونکی زیان اړولی.

د امریکا جنګ وزیر زیاته کړې: « موږ باید له ځانه دا وپوښتو چې یوه اداره چې د پوځي سټراټیژۍ د تدریس ادعا لري، څنګه کوی شي له افغانستانه د فاجعه‌باره وتلو په څېر پېښه کې له بې‌پرې او هراړخیزې ارزونې ډډه وکړي؟ موږ د سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکې ناکامۍ له کبله خپل دیارلس زړور سرتېري د ابي ګېټ په پېښه کې له لاسه ورکړل. د دې پوځي ماموریت ګډوډ او ناڅاپي پرځېدلو له امله، د امریکا نړیوال باور ته نه جبرانېدونکی زیان اوښتی.»

هاخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبري کنفرانس ته د خبروپرمهال د افغانستان د جګړې د مدیریت له کبله د دې هېواد په تېرو حکومتونو نیوکې کړې دي.

نوموړي د نیوکو پر وړاندې د خپل دفاع وزیر ننګه کړې او ویلي یې دي چې هګسټ د ونېزوېلا د جګړې ترڅنګ، د ایران جګړه هم ګټلې؛ خو په خبره یې تېرو حکومتونو او پوځي دستګاوو د افغانستان، عراق او وېتنام جګړه کې له هېڅ راز بریا پرته، زرګونه امریکايي سرتېري د مرګ خولې ته ورکړل.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې: « هغه[پېټ هګسټ] دوه جګړې په دوو ځایونو کې وګټلې چې ډېرې مهمې او ډېرې اغېزناکې وې. دغه جګړې د وېتنام، افغانستان او عراق په څېر جګړې نه وې چې په کې هرڅه وبایلل شول او هېڅ هم په کې ترلاسه نه شول. هلته د امریکايي سرتېرو له وژل کېدو او له لاسه تلو پرته هېڅ هم نه دي ګټل شوي. هغوی له دې ټولو وروسته هغه ځایونه پرېښودل او ویې ویل، راځئ چې له دې ځایه لاړ شو.»

که څه هم د دوحې هوکړه چې له مخې یې د امریکايي سرتېرو د وتلو نېټه په کې وټاکل شوه، د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په لومړي دور کې لاسلیک شوه؛ خو نوموړی یې د پلي کولو له کبله د جو بایډن اداره پړه بولي او ټول مسوولیت د هغه مهال حکومت ته راجع کوي.

ټرمپ تر دې وړاندې خپل  ډ‌يموکرات سیال، جوبایډن له دې کبله سخت ننګولی او له افغانستانه وتل یې د امریکا په لمن تور داغ او د دې هېواد په معاصر تاریخ کې له شرمه ډکه ماتې بللې.

د پوځي چارو شنونکی، عزیز معارج وايي: « امریکا افغانستان ته نا سنجیده، بې برنامې او پروګرامه راغله. دوی د افغانستان په اړه ژوره څېړنه او مطالعه نه لرله او تکتیکونه یې ډېر له تېروتنو ډک و. همدارنګه کابل کې د حکومت ترکیب او د مرستو وېش هم له واقعیت څخه لرې وو او دوجانبه برخوردونه یې وکړل. دوی ځکه وتلو ته تیار شول چې دلته له ناکامۍ سره مخ وو؛ نو د دې ناکامۍ د پټولو لپاره دا ډول څرګندونې کوي او یو بل تورنوي. دوی چې د افغان جګړې په اړه هرڅومره څېړنه وکړي، خپله ناکامي به نوره هم بربنډه کړي.»

دا داسې مهال ده چې د امریکا د کانګرېس بهرنیو اړیکو کمېټې پخواني مشر مایکل مککال تر دې وړاندې په ځلونو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو ارزول غوښتي او له دې درکه یې د امریکا تېر حکومت ته پېغورونه هم ورکړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو
افغانستان

هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

نوومبر 11, 2026
د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي
افغانستان

د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي

نوومبر 11, 2026
د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي
افغانستان

د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي

نوومبر 11, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته
افغانستان

د امریکا خبرداري ته د مجاهد غبرګون: افغانستان کې بهرنیو وګړو ته امنیتي خطر نه شته

نوومبر 11, 2026
متقي او کابلوف د کابل – مسکو پر اړیکو پراخولو خبرې کړې
افغانستان

متقي او کابلوف د کابل – مسکو پر اړیکو پراخولو خبرې کړې

نوومبر 11, 2026
کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول
افغانستان

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

نوومبر 10, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

نوومبر 11, 2026
هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

نوومبر 11, 2026
د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي

د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي

نوومبر 11, 2026
برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل

برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل

نوومبر 11, 2026
هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه

هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه

نوومبر 11, 2026
د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي

د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي

نوومبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist