Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/11

ننګرهار کې د انتاني روغتون مسوولین وایي، په دې ولایت کې پر ډینګي ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی.

دوی وایي، په دې ولایت کې د ډینګي ناروغۍ څپې له پیل کېدو راهیسې انتاني روغتون ته د راغلو ناروغانو له ډلې، د۷۵۰ هغو وینه کې ډینګي ویرس موندل شوی او دا ډېره لویه شمېره ده.

ننګرهار کې د انتاني روغتون رییس، خالد شېرزاد وايي: « له موږ سره ۱۰۴۲ تنه ناورغان دي چې په کې شاوخوا ۷۵۲ تنه ناروغان په ډینګي اخته دي. د ډینګي ناروغۍ یوه لویه څپه پر دې ځای راغلې ده او یو مشخصې ساحې یې نیولې دي. په دې کې د خالص فامیلي، رحمت فامیلي او د دولت زیو فامیلي شامل دي. په دغو ساحو کې زموږ ناورغان ډېر زیات دي.»

د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې او د چپرهار ولسوالۍ رحمت فامیلیو اوسېدونکي وايي، له تېرې شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې په ډېرو کورنیو کې د ډینګي ناروغۍ پېښې ثبت شوې دي.

دوی له روغتیايي مسوولینو غواړي چې د ناروغۍ د لا خپرېدو مخنیوي لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي.

د چپرهار ولسوالۍ رحمت فامیلیو اوسېدونکی، عدنان وايي: « له مسوولینو او ریاست غوښتنه کوو چې دلته راشي او دا ډنډونه ډک کړي، درمل وپاشي او دا ناروغي مهار کړي. همدارنګه په هغو ځایونو کې پشه خانې ووېشي چې لا یې نه دي وېشلې.»

د همدې سیمې یو اوسېدونکی، سعیدالله وايي: « دلته په ډینګي ناروغۍ ډېر خلک اخته شوي او ورځ تر بلې لا ډېرېږي. موږ د عامې روغتیا ریاست له ټیم څخه غوښتنه کوو چې دلته راشي او د ناروغۍ مهار ګامونه پورته کړي.»

د عامې روغتیا ریاست روغتیايي ټیمونه هم په دغو سیمو کې د ناروغانو درملنه او خلکو ته عامه پوهاوی وړاندې کوي، ترڅو د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي لپاره لازم وقایوي تدابیر ونیسي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د غوماشو پېژندنې ولایتي مدیر، سید وسېع الله قادري د ډینګي ناروغۍ د نښو په اړه وايي: « د ډینګي ناروغۍ نښې دا دي چې ناروغ ته  تبه، ځان دردي، کانګې او استفراغ پیدا کېږي. د دې ډول نښو لرونکی کس باید ژر تر ژره روغتون ته ورسول شي. د دې ترڅنګ باید د اوبو د لوښو سرونه، د څاه ګانو او چاټیو سرونه پټ وساتل شي او له پشه خانو څخه ګټه واخیستل شي.»

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د ناروغۍ د کنټرول لپاره یې پر خلکو پشه‌خانې وېشلې دي، د اوبو ډنډونو ته یې درمل شیندلي او په هغو سیمو کې یې د ناروغانو د درملنې لپاره روغتیايي ټیمونه ګمارلي چې د ډینګي ناروغۍ پېښې په کې زیاتې دي.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس، امین الله شریف وايي: « زموږ خلک د وقایې په اړه فکر نه کوي. باید دوی وقایه په پام کې ونیسي، موږ په دې اړه ټرېننګونه ورکړي، پشه خانې مو وېشلې دي او درمل مو پاشلي. دغه راز، موږ په ډنډونو، کوڅو او لښتیو کې هم د غوماشو د لاروا له منځه وړلو کار ترسره کړی.»

ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده چې د اخته شوې غوماشې د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي.

د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ولاړو اوبو او ډنډونو له منځه وړل، د غوماشو د زیاتېدو مخنیوی او د پشه‌خانو کارول مهم دي.

روغتیاپالان ټینګار کوي چې د تبې، شدید سر درد، د بدن او بندونو(مفصلونو) درد په څېر نښو د څرګندېدو پر مهال باید ناروغان روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا ډاډ ورکړ
روغتیا

عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا ډاډ ورکړ

نوومبر 10, 2026
د ځان بسیاینې په لور یو بل ګام؛ هرات کې د درملو د تولید لپاره درې نوي بلاکونه جوړېږي
روغتیا

د ځان بسیاینې په لور یو بل ګام؛ هرات کې د درملو د تولید لپاره درې نوي بلاکونه جوړېږي

نوومبر 10, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

نوومبر 11, 2026
هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

نوومبر 11, 2026
د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي

د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي

نوومبر 11, 2026
برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل

برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل

نوومبر 11, 2026
هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه

هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه

نوومبر 11, 2026
د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي

د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي

نوومبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist