Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/11

هرات کې د کورنيو تولیداتو ملي او نړیوال درې ورځنی نندارتون جوړ شو. مسوولین د یاد نندارتون جوړولو موخه د کورنيو تولیداتو ملاتړ او په نړیواله کچه ورته بازارموندنه یادوي.
په دې نندارتون کې تر ډېره کورني تولیدات، لاسي صنایع، کاني توکي، درمل او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندي شوي.

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمد یونس قاضي‌زاده په دې اړه وايي: « موږ په دې نندارتون کې زموږ نړیوال همکاران هم له ځانه سره لرو. دا هغوی ته زموږ د تولیدي توکو د ور پېژندلو لپاره یو فرصت دی. موږ به هڅه وکړو چې د نړیوالو ملګرو له نظرونو او تجربو هم ګټه واخلو.»
د نندارتون جوړولو مسوول
، محمد هاشم وهاج وايي: « په دې نندارتون کې له سلو څخه زیاتې غرفې اېښودل شوې چې په کې د هېواد کورني تولیدات لکه درمل، لاسي صنایع، فولاد، خوراکي توکي او نور نندارې ته اېښودل شوي دي.»

د نندارتون ګډونوال بیا د ورته نندارتونونو جوړول کورنيو تولیداتو ته د بازارموندنې او د هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ګټور بولي او د هېوادونو ترمنځ د ورته نندارتونونو پر زیاتوالي ټینګار کوي.

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د بازارموندنې مدیر، سید همایون غریب مل وايي: « دا نندارتونونه که د هېواد په داخل کې وي یا بهر، ډېره ګټه لري. موږ کولی شو په دې ډول نندارتونونو کې خپلو تولیداتو ته بهرنی بازار پیدا کړو. په ټوله کې دا ډول نندارتونونه د بازار موندلو لپاره ډېر مثبت رول لري.»
ایراني صنعتکار، مهدي اخلاقي پور وايي: « دا ډول نندارتونونه کولی شي د صنایعو او تولیداتو په تعامل کې زموږ له ګاونډي هېواد سره مرسته وکړي، ترڅو هغوی هم د کرنیزو محصولاتو په تولید او پروسېس کې لا ښه فعالیت ولري.»

د هرات ځایي مسوولین بیا په نړیواله کچه کورنيو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه، د کورنيو نندارتونونو زیاتوالی او په بهرنیو نندارتونونو کې د کورنيو تولیداتو نندارې ته اېښودلو زمینې برابرېدو ډاډ ورکوي.
په ورته مهال، هرات کې د ایران کونسلګرۍ مسوولین هم د افغان سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي او په خبره یې، د ورته ګډو نندارتونونو جوړول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکي لا پیاوړي کړي.

د هرات صنعت او سوداګرۍ رییس، حکمت الله منصور وايي: « زه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په استازیتوب، ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې موږ له دوی سره پوره همکار یو، ترڅو د هېواد په داخل او خارج کې د نندارتونونو زمینه برابره کړو، ترڅو زموږ تولیداتو ته بازار موندنه وشي.»
هرات کې د ایران ک
ونسلګرۍ مرستیال، سید علي کامیاب وايي: « د ایران اسلامي جمهوریت د استازولۍ په توګه موږ تل له صنعتګرو او هغو کسانو ملاتړ کړی چې غواړي کاروبار پيل کړي، زموږ دا ملاتړ به ادامه ولري.»

دا په داسي حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزه همکاري زیاته شوې او صنعتکاران هم ایران کې د ورته نندارتونونو جوړولو غوښتنه کوي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي
افغانستان

د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي

نوومبر 11, 2026
هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه
افغانستان

هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه

نوومبر 11, 2026
د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي
افغانستان

د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي

نوومبر 11, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته
افغانستان

د امریکا خبرداري ته د مجاهد غبرګون: افغانستان کې بهرنیو وګړو ته امنیتي خطر نه شته

نوومبر 11, 2026
متقي او کابلوف د کابل – مسکو پر اړیکو پراخولو خبرې کړې
افغانستان

متقي او کابلوف د کابل – مسکو پر اړیکو پراخولو خبرې کړې

نوومبر 11, 2026
کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول
افغانستان

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

نوومبر 10, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

نوومبر 11, 2026
هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

هرات کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

نوومبر 11, 2026
د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي

د شاه حسین افغان ـ ترک لېسې زده‌کوونکو د ریاضي نړیوالو سیالیو کې ۳۴ مډالونه ګټلي

نوومبر 11, 2026
برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل

برېښنا شرکت د ۱۰۰ مېګاواټو په ظرفیت، د برېښنا تولیدولو قراردادونه لاسلیک کړل

نوومبر 11, 2026
هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه

هګسټ: کابل کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل سیاسي، عملیاتي او سټراټیژیکه ماتې وه

نوومبر 11, 2026
د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي

د امریکا کانګرېس د افغان وګړو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام غځوي

نوومبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist