د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال، د پکتیکا لپاره د نوي روغتیا رییس د معرفي کولو په مراسمو کې ویلي چې تر بل هر وخت د هېواد په کچه د روغتیايي خدمتونو پراختیا لپاره هڅې زیاتې شوې دي.
عبدالولي حقاني زیاته کړې، د همدې هڅو په لړ کې د هېواد په لرې پرتو ولسوالیو کې د ۳۱۸ مجهزو روغتونونو جوړولو چارې پیل شوې دي چې له بشپړېدو سره به یې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال ویلي: « د افغانستان په ۳۱۸ ولسوالیو کې به لوی روغتونونه جوړېږي او د جوړولو کارونه یې په ولایتونو کې عملا ً پیل شوي دي. په دې روغتونونو کې به د هرې څانګې لپاره متخصص ډاکټران او ډاکټرانې وي.»
د پکتیکا اوسېدونکي او ځایي مسوولین هم په دې ولایت کې د روغتیايي خدمتونو کمښت، د امکاناتو نه شتوالی او د روغتیايي مرکزونو محدود ظرفیتونه د روغتیا په برخه کې هغه ستونزه ګڼي چې خلک یې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.
د دوی په خبره، اړتیا ده چې مرکزي حکومت د دې ولایت جغرافیا او محدودو امکاناتو ته په کتو، د روغتیایي خدمتونو پراختیا برخه کې خاص پام وکړي.
د پکتیکا عامې روغتیا رییس، میرزاعلي خان سعید وايي: « دلته غربت او فقر اوج ته رسېدلي او له ولایت څخه زموږ سرحدي ولسوالۍ تر ۱۸۰ کیلومټرو فاصله لري. موږ دغو لرې پرتو ولسوالیو ته پاملرنه او خدمات غواړو.»
قومي مشر، ګلزاده حمیدي وايي: « زموږ د پکتیکا روغتون ۱۵۰ بستره لري، خو زموږ امکانات ډېر کم دی او ګڼه ګوڼه دومره زیاته ده چې هر ډاکټر په ورځ کې تر ۱۵۰ ډېر ناروغان ګوري.»
پکتیکا چې د هېواد په سېل ختیځ کې له پښتونخوا سره اوږده فرضي کرښه لري او ګڼې ولسوالۍ یې له مرکز ښرنې لسګونه کیلومټره لرې واټن کې پرتې دي، تل یې ځایي خلک د خرابو او پېچلو لارو له امله سختو ستونزو سره مخ دي، خو اوس ځایي مسوولین ډاډ ورکوي چې د مرکزي حکومت په همکارۍ به په دې ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره خپلې هڅې چټکې کړي، ترڅو د خلکو روغتیايي اړتیاوو ته په ښه توګه رسېدنه وشي.