د نورستان ولایتي اداره وایي، د روان ۱۴۰۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اسلامي امارت او همکارو موسسو په مالي لګښت، ۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې دي.
د چارواکو په خبره، له دغو پروژو څخه ۸۰ پروژې او ۴۷ نورې د همکارو موسسو له خوا عملي شوې دي.
د چارواکو په خبره، په دغو پروژو کې د سړکونو، روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو، د اوبو رسولو شبکو، کانالونو، استنادي دېوالونو او جوماتونو جوړول او د مخابراتي خدمتونو پراختیا شامل دي.
د نورستان والي ویاند، فریدون صمیم وايي: « په نورستان کې ۱۲۷ کوچنۍ او لویې پروژې عملي شوې دي چې له ډلې یې شاوخوا ۸۰ پروژې د اسلامي امارت په بودیجه تطبیق شوې چې ۶ میلیارده، ۷۹۲ میلیونه، ۹۲۴ زره او ۲۸۱ افغانۍ لګښت پرې راغلی. همدارنګه د موسسو له خوا هم ۴۷ پروژې پلې شوې دي چې پرې ۶ میلیونه، ۵۲۸ زره او ۶۳۳ ډالره لګښت راغلی.»
مسوولین زیاتوي، د نورستان مرکز پارن ماسټر پلان عملي کېدو په موخه هم اقدامات شوي او په دې برخه کې بېلابېلو پروژو باندې کار روان دی.
فریدون صمیم په دې اړه وايي: « زموږ کاري ټیمونه له کابل څخه راغلي، ترڅو د مرکز پارون لپاره ماسټر پلان جوړ کړي. په دې برخه کې د کور او ښار جوړولو ریاست له ۱۲ پروژو څخه څارنه کړې او اووه پروژې یې د انجینرۍ له اصولو سره سمې، ډیزاین کړې دي.»
د نورستان اوسېدونکي د دغو پروژو له پلي کېدو خوښ دي او وایي، په مرکز او ولسوالیو کې د عامه خدمتونو پراختیا د خلکو د ورځنیو ستونزو په هواري او ژوند کې د اسانتیاوو په رامنځته کېدو کې مرسته کړې.
د نورستان یو اوسېدونکی وايي: « موږ غواړو حکومت او موسسې دلته ځمکې د باغونو او کښتونو لپاره هوارې کړي، ترڅو خلک پر غنم، جوار او نور بوټي وکري.»
د نورستان یو بل اوسېدونکی وايي: « موږ دا مهال ښوونځیو، روغتونونو، سړکونو او د څښاک اوبو ته اړتیا لرو.»
نورستان چې د غرني جغرافیایي جوړښت او لرو پرتو سیمو له امله د عامه خدمتونو د پراختیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ و، د پرمختیايي پروژو پلي کېدل په کې د خلکو ژوند د اسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول لري.
د سړکونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او د اوبو رسولو شبکو جوړول نه یوازې د خلکو د ورځنیو ستونزو په هواري کې مرسته کوي بلکې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره هم زمینه برابروي.