Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/10

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سره په همغږۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له یوه ښوونیز مرکز څخه شاوخوا ۲۷۰ کسان د برق او برېښنا سیسټم له بېلابېلو څانګو فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغت غونډه کې د یادې ادارې مسوولینو له فارغو شویو کسانو وغوښتل چې خپل مسلک ته ژمن پاتې شي او په خپله برخه کې په پوره صداقت کار وکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې د زده‌کوونکو چارو رییس، امین الله حبیبي وايي: « دا یوازې د سند ترلاسه کولو ورځ نه ده بلکې د کار، خدمت، تولید، ځان بسیاینې او د هېواد د پرمختګ په لور د یوه نوي ګام ورځ ده.»

د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې ویاند، فتح الله عزام وايي: « تخنیک، مسلک، مهارت، علم، اکتشاف او تحقیق د مسلمانانو هویت دی. کله چې اسلامي حکومتونو او خلافتونو مسلک، ټکنالوژۍ، صنعت او څېړنو ته وخت ورکاوه، مسلمانان د نړۍ ابر قدرتونه وو او پر نړۍ یې حکومت کاوه.»

په ورته مهال، یوشمېر فارغ شوي زده کوونکي د زده کړو له ترلاسه شوي فرصت خوښي څرګندوي او له حکومت غواړي چې دا ډول پروګرامونه نور هم جوړ کړي او دوامداره یې وساتي، ترڅو هغه کسان چې له کاري فرصتونو بې برخې دي، په مسلکي زده‌کړو سمبال شي.

له مسلکي زده کړو فارغ شوی، محمد ضمیر کاشفي وايي: « د تخنیکي او مسلکي زده کړو دغه مرکز د حرفوي ښوونکو او پرمختللیو وسایلو په لرلو، ځوانانو ته د خدمت سبب شوی. موږ چې په دې مرکز کې مو علم او هنر زده کړي، اوس خپلو هېوادوالو ته د خدمت کولو جوګه یو. هیله ده هغه ورځ چې ټول ځوانان د علم او هنر په ګاڼه سمبال شي، د ګاونډیو هېوادونو په ځای خپل هېواد ته کار وکړي.»

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ګڼ مرکزونه فعال دی او هر کال د کاري بازار اړتیاوو ته په کتو، سلګونه تنه مسلکي کارګرانو ته روزنه  ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې
افغانستان

پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې

نوومبر 10, 2026
قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې
افغانستان

قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې

نوومبر 10, 2026
نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې
افغانستان

نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې

نوومبر 10, 2026
پاکستان غواړي د مخالفو جبهو په ملاتړ سره د افغانستان سیاسي خپلواکي و ننګوي
افغانستان

پاکستان غواړي د مخالفو جبهو په ملاتړ سره د افغانستان سیاسي خپلواکي و ننګوي

نوومبر 10, 2026
رباب فاطمه: ملګري ملتونه افغانانو ته د ډاډ وړ برېښنا برابرولو برخه کې مرسته کوي
افغانستان

رباب فاطمه: ملګري ملتونه افغانانو ته د ډاډ وړ برېښنا برابرولو برخه کې مرسته کوي

نوومبر 10, 2026
لاوروف: اسلامي امارت دې د ټولګډونه حکومت برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي
افغانستان

لاوروف: بهرني لوري نه شي کولی د افغانستان ستونزې او ننګونې هوارې کړي

نوومبر 5, 2026

وروستي خبرونه

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

نوومبر 10, 2026
پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې

پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې

نوومبر 10, 2026
قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې

قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې

نوومبر 10, 2026
نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې

نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې

نوومبر 10, 2026
عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا ډاډ ورکړ

عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا ډاډ ورکړ

نوومبر 10, 2026
د ځان بسیاینې په لور یو بل ګام؛ هرات کې د درملو د تولید لپاره درې نوي بلاکونه جوړېږي

د ځان بسیاینې په لور یو بل ګام؛ هرات کې د درملو د تولید لپاره درې نوي بلاکونه جوړېږي

نوومبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist