Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې

قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/10

د اسلامي امارت د مخالفو جبهو له ډلې د یوې جبهې د مشر او قومندان ترمنځ ټیلفوني مکالمې، له دوو مسایلو پرده پورته کړه.

لومړی د پاکستان له حکومت سره د سمېع سادات اړیکې او دویم، د پاکستان پوځي رژیم له لوري د اسلامي امارت د مخالفو وسله والو ډلو راټولولو موضوع.

جنرال سمېع سادات د دې مکالمې له خپرېدو یوازې څو ورځې مخکې، په یوه مرکه کې ویلي وو چې له پاکستان سره هېڅ راز اړیکې نه لري، خو په دې مکالمه کې بیا وايي چې د اسلامي امارت پر ضد د فعالیت په تړاو یې له پاکستان سره هوکړه کړې.

له پاکستان سره د  هوکړې په اړه د متحدې جبهې په نامه د اسلامي د مخالفو ډلو د یوه مشر، جنرال سمېع سادات او قومندان الله داد فدایي ترمنځ د خبرو یوه برخه کې راغلي: « هغه پلانونه مو سره خلاص او تایید کړل او له همسایه سره مو توافق وکړ. هلته خپل ځایونه اخلو او جوړوو یې ډېر ژر. له هغه ځایه تا حمایه کوو او امکانات در استوو. هرڅومره ژر چې ماته امکانات په لاس راشي در استوم یې؛ دا به د ورځو او هفتو خبره وي، ډېر نه پاتې کېږي.»

که څه هم اسلامي امارت ډېر مخکې د اسلام اباد د هغو هلوځلو په تړاو خبرداری ورکړی و چې له مخې یې پوځي رژیم له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې په افغانستان کې ناامني رامنځته کړي، خو اسلام  اباد دا خبرې بې بنسټ بللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې جنرال سمېع سادات په واضېحو الفاظو له پاکستان سره د هوکړې خبره کوي.

د قومندان الله داد فدایي له نیول کېدو سره سم، جنرال سمېع سادات له قومندان الله داد سره هر ډول اړیکه رد کړه، خو قومندان الله داد بیا وايي چې د جنرال سمېع سادات په لمسون یې د امارت په خلاف پوځي فعالیت پیل کړ.

الله داد فدايي له جنرال سمېع سادات سره د اړیکو په اړه وايي: « جنرال سمېع سادات ویلی چې دی له ماسره نه دی او کومه اړیکه ورسره نه لرم، زه په دې اړه کلیپونه لرم. زما د نیول کېدو پرمهال یوولس لکه افغانۍ، دوه سټارلېنکونه، دوه میله اېم ۱۶ وسلې نیول شوي دي. ما دغه وسایل د جنرال سمېع سادات په لارښونه خریداري کړي، زه له ځانه دومره امکانات له کومه کړم. که جنرال سادات وايي چې زه پاکستان سره اړیکه نه لرم، نو څنګه یې ماته په واټسپ کې پیغام پرېښود چې زه پاکستان ته ورشم او هلته ورسره وګورم.»

قومندان الله داد د امنیتي ځواکونو  له خوا نیول شوی او اوس مهال په توقیف کې دی.

د ځینو  سرچینو په وینا، د پاکستان پوځ د سمېع سادات ډلې سره هم افغانستان ته د وسلو او مهماتو  د لېږد په برخه کې مرسته کوله.

خو افغان امنیتي ځواکونو په ټولې بیدارۍ سره بیا هم د پاکستان د پوځي رژیم او مخالفو ډلو دا دسیسه شنډه کړه.

د پاکستان پوځي رژیم دغو هڅو ته په کتو، امنیتي شنونکي له اسلامي امارته غواړي چې دا موضوع باید په سیمه ییزو او نړیوالو دریځونو کې په جدي توګه مطرح کړي.

د امنیتي چارو شنونکی، اختر محمد راسخ وايي: « باید د افغانستان خلک د یوناما په مخکې لاریون وکړي، ترڅو دا غږ د ملګرو ملتونو تر سازمان ورسېږي. باید پوه شي چې پاکستان په افغانستان کې د یوې بلې جګړې لپاره خلک راټولوي او باید مخه یې ونیول شي.»

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم  هڅه کوي د اسلامي امارت مخالفې ډلې د ډیورنډ له فرضي کرښې را تېرې کړې او په افغانستان کې دننه یې د نا امنیو جوړولو ورته ویلي.

تر دې مخکې هم په کونړ، د بدخشان په زېباک او د  نورستان په کامدېش ولسوالیو کې ورته هڅې د اسلامي امارت له خوا شنډې کړای شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول
افغانستان

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

نوومبر 10, 2026
پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې
افغانستان

پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې

نوومبر 10, 2026
نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې
افغانستان

نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې

نوومبر 10, 2026
پاکستان غواړي د مخالفو جبهو په ملاتړ سره د افغانستان سیاسي خپلواکي و ننګوي
افغانستان

پاکستان غواړي د مخالفو جبهو په ملاتړ سره د افغانستان سیاسي خپلواکي و ننګوي

نوومبر 10, 2026
رباب فاطمه: ملګري ملتونه افغانانو ته د ډاډ وړ برېښنا برابرولو برخه کې مرسته کوي
افغانستان

رباب فاطمه: ملګري ملتونه افغانانو ته د ډاډ وړ برېښنا برابرولو برخه کې مرسته کوي

نوومبر 10, 2026
لاوروف: اسلامي امارت دې د ټولګډونه حکومت برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي
افغانستان

لاوروف: بهرني لوري نه شي کولی د افغانستان ستونزې او ننګونې هوارې کړي

نوومبر 5, 2026

وروستي خبرونه

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یوه مرکز ۲۷۰ تنه فارغ شول

نوومبر 10, 2026
پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې

پکتیکا کې د نېزه ‌وهنې سیالیو لپاره د معیاري لوبغالي چمتو کولو چارې پیل شوې

نوومبر 10, 2026
قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې

قوماندان الله داد فدايي، د مخالفو جبهو او پاکستان ترمنځ اړیکې بربنډې کړې

نوومبر 10, 2026
نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې

نورستان کې د حکومت او همکارو موسسو له خوا ،۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې

نوومبر 10, 2026
عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا ډاډ ورکړ

عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا ډاډ ورکړ

نوومبر 10, 2026
د ځان بسیاینې په لور یو بل ګام؛ هرات کې د درملو د تولید لپاره درې نوي بلاکونه جوړېږي

د ځان بسیاینې په لور یو بل ګام؛ هرات کې د درملو د تولید لپاره درې نوي بلاکونه جوړېږي

نوومبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist