د راپور یوه برخه:«د روغتیا کلستر لږ تر لږه ۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري،ترڅو وکولای شو،په لومړیو درې میاشتو کې د خوست او پکتیکا اغیزمنو خلکو سره بېړنۍ او اړینې روغتیايي مرستې وکړي. د روغتیا نړیوال سازمان په دې برخه کې تر اوسه پورې یوازې ۱.۲۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي،په داسې حال کې چې ۴.۷۵ میلیونه ډالرو ته لا هم اړتیا شته دی.»
که څه هم له وړاندې دغه سیمې د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ وې او وګړي یې د بېلا بېلو ناروغیو له امله کړیدل،خو له زلزلې وروسته دغه ستونزه زیاته شوې،چې د سیمې د اوسېدونکو تر څنګ د روغتیا نړیوال سازمان یې هم اندیښمن کړی.