هرات کې د ۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره د درملو تولیدي کارخونې فعالیت پیل کړ.
د دې کارخونې مسوولین وایي، د کارخونې لومړی فاز چې شربت، کپسول تابېلټونه، پېچکارۍ او ملهمونه په کې تولیدیږي، د پنځه لس میلیون ډالر په لګښت بشپړ شوی او همداراز د ۱۵ میلیون ډالرو په لګښت یې د دویم فاز چاري هم پیل شوې دي.
د درملو تولیدي کارخونې مسوول عبدالظاهر ارشاد وايي: «موږ نن ورځ د پنځه لس میلیون ډالرو په ارزښت د فابریکې لومړی فاز پرانست او د پنځه لسو نورو امریکايي ډالرو په ارزښت مو د دویم فاز جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده. زموږ فابریکه پر ۱۵ زره مترمربع ځمکې جوړه ده چې په کې ۳۰۰ قلمه درمل تولیدېږي.»
بله خوا، د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وایي، په کور دننه د بې کیفیته درملو شته والی هېواد کې د ناروغیو زیاتوالي لامل شوی.
د هغه په خبره، د درملو برخه کې د کورنيو تولیداتو پیاوړتیا او پر ځان بسیا روغتیایي سیسټم جوړول، د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونه څخه دي، ترڅو د هېواد هره سیمه کې اوسېدونکي معیاري روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
د عامې روغتیا وزیر وايي: « زموږ ټول تمرکز پر سیسټم جوړولو دی، یانې دا چې یو سم روغتیايي سیسټم جوړ کړو. موږ ته پر بهرنیو مرستو متکي او انجیو محور سیسټم راغلی. اوس هڅه کېږي چې ځان له دې سیسټم وباسو، خپل کورني تولیدات تقویه کړو او پر خپلو پښو ودرېږو.»
د هرات صنایعو او کانونو خونې مسوولین وایي، دامهال هرات کې ۱۸ د درملو تولید کارخونې فعالیت لري او تمه ده چې راتلونکي یوه کال کې ۲۰ نورې کارخونې هم په دې برخه کې فعالیت پیل کړي.
د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي: « هرات کې زموږ د درمل جوړولو یو شمېر کارخونو صادرات هم لري. موږ هیله لرو له دې وروسته په سیمه او نړۍ کې د درملو له پلوه راغلې ستونزې، زموږ پر هېواد اغېز ونه کړي او موږ د درملو له پلوه ځان بسیا شو.»
دا په داسي حال کې ده چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو او له دې هېواده د درملو وارداتو بندېدو سره، په کور دننه د درملو تولید ته د صنعتکارانو لېوالتیا زیاته شوې.