Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/23

د روغتیا نړیوال سازمان د جون میاشتي په تازه راپور کې ویلي، افغانستان کې روغتیايي وضعیت د روغتیايي خدمتونو د کمښت له امله، ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دی.

په راپور کې شدید نس ناستی او د کانګو تبه هغه ناروغۍ بلل شوې دي چې تر نورو ناروغیو یې زیات خطرونه او ننګونې رامنځته کړي.

 راپور کې راغلي، په شدید نس ناستي د اخته شویو کسانو شمېر د مې میاشتې په پرتله زیات شوی او شاوخوا ۳۳ سلنه زیاتوالی ښيي. دغه راز، د کانګو تبې له امله د اخته شویو کسانو شمېرهم ۱۷۴.۴ سلنه لوړ شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور یوه برخه کې راغلي: « په جون میاشت کې په شدید نس ناستي د اخته شویو ۱۸ زره ۲۳۲ کسانو له ډلې د ۱۴ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی چې د مې میاشتې د اخته شویو ۱۳ زره ۶۴۵ کسانو څخه ۳۳.۶ سلنه زیاتوالي ښيي. دغه راز، په همدې میاشت کې د کریمیا – کانګو په تبې د اخته شویو کسانو شمېر ۴۸۳ تنه ښودل شوی چې د مې میاشتې ۱۷۹ تنو په پرتله ۱۷۴.۴ سلنه زیاتوالي په کې راغلی.»

د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې دغه راز راغلي چې په جون میاشت کې  د شدید نس ناستي او کریمیا – کانګو تبې ترڅنګ، د شري ۲ زره ۴۱۴ شکمنې پېښې، د ډینګي تبې ۲۵۵ شکمنې پېښې، د کووید نوولس(کرونا ویروس) ۷۷ شکمنې پېښې او څه باندې ۶۶ زره د حادو تنفسي ناروغیو یا سینه بغل پېښې ثبت شوې دي. د دوی د معلوماتو له مخې، د شري او سینه بغل ناروغیو له امله لږ تر لږه ۱۷۹ تنه مړه شوي دي.

 ډاکټران وايي، د تشخیص او څارنې سیسټم پیاوړي کول، د چاپېریال ساتنې لپاره عامه پوهاوی او د ناروغانو پر وخت درملنه، هغه مهمې اړتیاوې دي چې د موجوده روغتیايي وضعیت په کنټرول کې مهم رول ادا کولی شي.

ډاکټر عبدالحق قاضي زاده وايي: « د دغو ناروغیو د مخنیوي لپاره تر ټولو مهمه خبره د تعلیمي کچې لوړوالی دی، ترڅو د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي. که موږ وکولی شو چې هم د نارینه و او هم ښځینه و د تعلیم سطحه لوړه کړو، بیا کولی شو د عامه پوهاوی له لارې د ناروغیو مخنیوی وکړو.»

عامې روغتیا وزارت لا تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان  د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له وړاندې یې په مکرره توګه ټینګار کړی چې د روغتیايي خدمتونو د ښه کولو لپاره یې د هېواد په ښاري او کلیوالي سیمو کې عملي اقدامات پیل کړي او د روغتیايي سکټور د منظمې څارنې لپاره یې تنظیم شوي مکانېزمونه په لار اچولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist