Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/30

د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ د مندیخېلو کلي کې د پاکستان پوځي رژیم د ړندې بمبارۍ یو شمېر ټپیان د درملنې لپاره د مرکز کابل شهید سردار محمد داوود خان روغتون ملکي څانګې ته لېږدول شوي.

ډاکټران د ټولټال لېږدول شویو ټپیانو شمېر۲۵ تنه یادوي او وايي، له ډلې یې د ۱۲ تنو روغتیايي وضعیت نازک دی او دا مهال د ځانګړې پاملرنې څانګه(آی‌سي‌یو) کې تر‍ جدي مراقبتونو لاندې دي.

د ډاکټرانو په خبره، په لومړي سر کې یې همدې عاجلو ټپیانو ته رسېدنه کړې او پر وخت اقداماتو سره یې دامهال وضعیت د ډاډ وړ دی.

د شهید سردار محمد داوود خان روغتون متخصص ډاکټر سید هارون هاشمي وايي: «  زموږ روغتون ته د تېرې شپې له برید څخه ۲۵ تنه ټپیان راوړل شوي چې له ډلې یې د زیاتو روغتیايي حالت نازک دی. له موږ سره اوسمهال ۱۳ تنه په آی‌سي‌یو کې پراته دي؛ له دو سره لازمې مرستې شوې او ځینې لاهم تر عملیاتو لاندې دي. که څه هم د ځینو حالت ښه شوی، خو ځینې نور لاهم په نازک حالت کې دي.»    

د پېښې ټپیان د تېرې شپې کیسه کوي او وايي، د پاکستان جېټ الوتکو تېره شپه د ملکي سیمو تر یوځل بمبارۍ وروسته، بیاځل راګرځېدلې او پرهغو کسانو یې بمونه غورځولي چې د دوی د کړي وحشت د قربانیانو مرستې او ژغورنې ته ورغلي وو.  

د مجاهد په نوم د پېښې یوتن ټپي وايي: « نیمه شپه په داسې حال کې چې خلک په خوب ویده وو، پاکستاني الوتکو بمونه واچول. کله چې خلک د دې نښه شوي کور د مړو او ټپیانو ایستلو ته ورغلل، الوتکو بیا بمبار وکړ او ډېر کسان یې شهیدان کړل.»

د پېښې بر ټپي صمیم وايي: « د شپې ۱۲ بجې وې چې بمبار وشو. زموږ له کلي څخه پنځه دقیقې مزل و. په جوماتونو کې اعلانونه وشول چې خلک مرستې ته ورشي، موږ هم ژغورنې ته لاړو، خو پنځه دقیقې وروسته بیا بمبار وشو.»

د سیمې اوسېدونکي اوعیني شاهدان چې له ټپیانو سره له یاد ولایت څخه دې روغتون ته راغلي وايي، د پېښې ډېری تلفات له لومړي برید وروسته سیمې ته پر ورغلیو مرسته کوونکو او عامو خلکو له دویم ځل برید سره لوړ شوي.

د پېښې عیني شاهد حیات الله نوري وايي: « په دې سیمه کې هېڅ ډول نظامي ځای نه شته او نه دا خلک نظامیان دي. دا خلک ټول ملکي وګړي او بزګران دي. په دې کسانو کې ښځې، ماشومان او بوډاګان هم شامل دي.»

مسوولان وايي، د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د برید ټپیان یې د مرکز ترڅنګ د دې ولایت مرکز ګرېز روغتونونو ته هم انتقال کړي دي.

دا داسې مهال ده چې د پاکستان پوځي رژیم جېټ الوتکو تېره شپه شاوخوا دولس بجې د پکیتا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې ملکي سیمې بمبار کړې چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر دې دمه ۳۶ کسان شهیدان او ۱۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist