د پاکستان د الخدمت بنسټ په مالي مرسته په کابل کې د دوشبنې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۹ مه» د نور سترګو تخصصي روغتون سره د ریټیانا یا د سترګو د پردو او اوکوپلاسټي یا د سترګو د ښکلا د عملیاتو په برخه کې دوه څانګې پرانېستل شوې.
د نور روغتون مسوولین وايي،په دغو څانګو چې په مجهزو طبي وسایلو سمبالې دي،څه باندې ۲۰ میلیونه کلدارې لګښت پرې راغلی دی.
له پاکستانه د راغلي طبي ټیم پروفیسور ډاکټر انتظار حسین وايي:« موږ د افغانستان له روغتیا وزارت او مسوولینو منندوی یو،چې موږ ته یې د خدمت فرصت راکړ. موږ د الخدمت بنسټ له اړخه په کابل کې نور روغتون سره د سترګو د ځانګړو عملیاتونو په برخه کې د ۲۰۳ لکه کلدارو په ارزښت د طبي وسایل مرسته وکړه او دوه څانګې مو پرانېستلې. موږ خوښ یو او په دې برخه کې به د لا زیاتو خدمتونو په موخه افغانان ډاکټران وروزو.»
له پاکستانه راغلی دغه ۲۰ کسیز ټیم به په شپږو ورځو کې په وړیا توګه د ۶۰۰ ناروغانو د سترګو د پردو او ښکلا عملیاتونه وکړي.
د نور سترګو روغتون مشر ډاکټر ظاهرګل ځدراڼ وايي، د یاد ټیم راتګ او د وسایلو مرسته د دوی په هڅو شوې او د ځانګړي پلان له مخې په دې برخه کې به افغان ډکټران وروزل شي.
ځدراڼ زیاته کړه:« په راتلوونکې کې به کوم خدمات،چې موږ وړاندې کوو، دا د خپلو افغاني ډاکټرانو پر مټ کوو. نن چې کوم ډاکټران راغلي، هغه ۲۰ کسیزه ټیم دی. دغه ۲۰ کسان یوازې شپږ ورځې موږ ته دغه ټول عملیات ترسره کوي.»
د روغتیا وزارت د دفتر مشر مولوي داوود منصوري بیا وايي،هڅې کوي،چې هېواد ته په هغو تخصصي برخو کې چې اړتیا لیدل کېږي،متخصصین راوغواړي او په مرسته یې افغان ډاکټران وروزي.
منصوري زیاته کړه:« د نړۍ له ګوټ ګوټ له متخصصینو سره په اړیکه کې یو، ترڅو وکولای شو، هغه هېوادوال،چېنه شي کولای بهر ته د خپلې درملنې لپاره ولاړ شي. هغه دلته راولو، ترڅو په وړیا ډول یې درملنه وشي.»
له پاکستانه راغلی ټیم به په شپږو ورځو کې د سترګو د شاته پردو چې د زور، شکر او یا لوړ فشار له امله زیانمنې شوې وي او همدا راز د سترګو د ښکلا ۶۰۰ عملیاتونه وکړي.
د سترګو د ځانګړو عملیاتو په برخه کې یاد طبي وسایل،چې تراوسه په هېواد کې نه وو، د الخدمت پاکستاني بنسټ له لوري په وړیا ډول کابل کې نور د سترګو روغتون ته ورکړل شول.