Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/01

تنباکو د روغتيا لپاره تر ډېره هغه مضر بوټی دی چې پر افغانستان سربېره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې خلک پر کارولو روږدي دي.

د مې ۳۱ مه همدې بوټي ته د نه ویلو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

په دې تړاو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، خلک یې د تنباکو په ضد ګډې مبارزې ته رابللي او وايي، له مخنیوي سره سم به یې له لوګي پاک چاپېریال رامنځته شي.

افغانستان کې د دې سازمان استازی وايي، د تنباکو صنعت خپل وژونکي زیانونه د غولوونکو تکتیکونو او خوږو خوندونو تر شا پټوي.

اډوین سینیزا سلواډور زیاته کړې: « د تنباکو له زیانونو څخه د افغانستان او خلکو ژغورل یو ګډ مسوولیت دی. د تنباکو د اصلي څېرې بربنډول د افغانستان لپاره د یوه روغ رمټ راتلونکي غوره کول دي. راځئ چې ټول یو ځای شو، ترڅو د خپلې ټولنې ساتنه وکړو او له لوګي څخه پاک چاپېریال رامنځته کړو او د هر افغان ژوند خوندي کړو.))

په ورته مهال، د روغتیا نړیوال سازمان په دې تړاو پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د تنباکو او نیکوټین تولیدوونکي شرکتونه خپل محصولات قصداً داسې جوړوي چې خلک ژر پرې روږدي شي.

د روغتیا نړيوال سازمان ویلي: « پر تنباکو د روږدي کېدو کړۍ ماتېدلی شي او ګټې یې نږدې سم‌لاسي احساسېږي. د تنباکو او نیکوټین تولیدوونکي شرکتونه خپل محصولات قصداً داسې ډیزاینوي چې تاسې پرې روږدي کړي. قندي مواد، خوندونه او یخوونکي مواد، دا ټول د نیکوټین تریخوالی او تندوالی پټوي، ترڅو تاسو ډېر لوګی تنفس کړئ او ژر پرې روږدي شئ.»

بله خوا، ډاکټران وایي د تنباکو کارول د ستوني، سږو او تنفسي ناروغۍ رامنځته کوي چې که څه هم د لنډ مهال لپاره د انسان د ارامتیا لامل ګرځي، خو په تدریجي ډول يې ان د مړینې سبب ګرځي.

ډاکټر کمین ساپی وايي: « د تنباکو کارول تر ټولو وړاندې تنفسي مجرا ته ستونزې جوړوي، ستونی تخریشوي او بیا سږو ته ستونزې جوړوي. د تنباکو له امله نه یوازې د سینې اړوند ناورغۍ او نفس تنګي رامنځته کېږي بلکې تنفسي سیسټم کې ډېر پېچلي انتانات او داسې سرطاني ناروغۍ پیدا کوي چې یا یې په ډېره سختۍ درملنه کېږي او یا هم لا علاجه دي.»

د روغتیا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، د نړۍ ۶۰ سلنه هغه خلک چې تنباکو کاروي، دا هیله  څرګندوي چې کاش دا یې پرېښودلی شوای. همدا راز دې سازمان زيات کړې چې اوس مهال په نړۍ کې ټولټال۷۵۰ مییلیونه کسان تنباکو استعمالوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist