Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/20

په مزار شریف ښار او ولسوالیو کې د بلخ عامې روغتیا ریاست له خوا د لوی اختر په را رسېدو سره سم، د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي یو ورځنی کمپاین پیل شو.

د بلخ روغتیايي مسوولین وایي، د اختر په ورځو کې د څارویو قرباني کېدو سره د کانګو ناروغۍ د خپرېدو ګواښ کچه لوړېږي.

دوی وايي، د دې کمپاین موخه داده چې خلک د قربانۍ  ذبح کولو پرمهال روغتیايي سپارښتنې مراعت کړي او د دستکشو او ماسک په څېر محافظتي وسایل وکاروي.

د بلخ عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو کنټرول آمر ډاکټر منصور ساویز وايي: « کانګو تبه یوه شدیده ساري ویروسي ناروغي ده چې له څارویو څخه انسان او له انسان څخه انسان ته سرایت کوي. په لوی اختر کې د دې ناورغۍ خپرېدلو امکان ډېر وي او له همد ې امله د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د خلکو د پوهاوي لپاره کمپاین پيلوي. په دې کمپاین کې به د مزار ښار په ټولو ناحیو او دغه راز د بلخ ولایت په ټولو ولسوالیو کې له خلکو سره ناستې جوړې شي او په ترڅ کې به یې د خبرو، بنرونو او بروشورونو له لارې خلکو ته له دې ناورغۍ د خوندیتوب لارې ورښودل شي.»

بله خوا، د مزارشریف ښار اوسېدونکي د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پر وړاندې دا کمپاین ګټور بولي او زیاتوي چې په یاده برخه کې اړتیا ته په کتو دې دغه کمپاین تر اختره دوام وکړي.

د مزار شريف اوسېدونکی عاقب نسیمي وايي: « زه له دې کمپاین ډېر خوښ یم، دا چې لوی اختر را نږدې دی، خلک باید د څارویو حلالولو پرمهال په دې پوه شي چې څنګه کولی شي له دې ناروغۍ ځان وساتي.»

د مزار شريف اوسېدونکی نقیب الله وايي: « خلک باید دا ناروغي جدي وګړي او د عامې روغتیا ریاست له سپارښتنو پیروي وکړي. دا کمپاین د خلکو په خبرولو کې ډېر رول لري.»

په ورته مهال، د بلخ عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، تېر کال په دې ولایت کې شاوخو ۱۸۰ کسان په کانګو ناروغۍ اخته شوي وو چې له ډلې یې شاوخوا ۳۰  کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

د بلخ عامې روغتیا ریاست ویاند کمال خان ځدراڼ وايي: « د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د کانګو ناروغۍ د مخنیوي کمپاین ترسره کړ. دا کمپاین په مزار شریف ښار او ولسوالیو کې ترسره کېږي او په کې هغو کسانو ته د مخنیوي لارې وښودل شي چې څاروي حلالوي. موږ تېر کال له همدې ناورغۍ څخه ۱۸۰ تنه بستر درلودل. سږ کال هم د کال په تېرو څلور میاشتو کې ۳۴ تنه له موږ سره بستر شوي چې له ډلې یې ۵ تنو ژوند له لاسه وکړی.»

ډاکټران وایي، کانګو هغه ویروسي ناروغي ده چې معمولاً له تبې، د بدن له شدید درد، ستړیا او وینې بهېدنې سره پیلېږي، که پر وخت یې درملنه ونه شي، د ناروغ ژوند له جدي ګواښ سره مخ کولی شي.

دوی له خلکو غواړي، هر څوک چې د دغې ناروغۍ نښې احساس کړي، باید بې له ځنډه روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي، ترڅو پر وخت درملنه او د ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist