Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/19

عامی روغتیا وزارت وايي، په پام کې ده چې د ماشومانو د ګوزڼ(پولیو) په ضد په دې دویم فرعي ملي کمپاین کې ۸.۳ میلیونه له پنځو کالو کوچني ماشومان واکسین شي.

د پولیو  ضد دا دویم فرعي ملي کمپاین د دوشنبې په ورځ پیل او تر درېیو ورځو به دوام ولري چې په ترڅ کې به یې د هېواد په مرکز، ختیځ، سوېل، لوېدیځ، سوېل ختیځ، شمال او شمال ختیځو حوزو کې د شلو ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پلی شي.

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، د عامی روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د دې کمپاین د پیل په مراسمو کې ویلي چې د عامې روغتیا وزارت او نړیوال شریکان یې ژمن دي چې افغانستان له پولیو څخه پاک کړي.

جلالي له دې وړاندې دیني عالمانو، قومي مخورو او د ټولنې له ټولو وګړو غوښتي چې د دې کمپاین په پلي کولو کې همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزیر دغه راز ویلي: « موږ هڅه کوو چې د پولیو واکسین د کمپاینونو ترڅنګ، د نورو بشپړوونکو روغتیايي خدماتو په دوام سره په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو موخې ته ورسیږو. اړینه ده چې دیني علما، قومي مخور، والدین او د ټولنې نور بانفوذه وګړي په ټول هېواد کې د واکسیناتورانو ملاتړ وکړي. موږ له ټولو څخه غوښتنه کوو چې له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې خپل مسوولیت ترسره کړي او د خپلو ماشومانو روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په کندهار، هلمند، اورزګان او زابل ولایتونو کې به د پولیو په وړاندې د واکسین دا کمپاین یوه ورځ په ځنډ، یانې د مې میاشتې په ۱۹ نېټه پیل او تر ۲۲ نیټې به دوام وکړي.

که څه هم په افغانستان کې د روان ۲۰۲۶ میلادي کال په اوږدو کې د پولیو کومه نوې پېښه نه ده ثبت شوې، خو په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې د پولیو د لومړۍ بڼې ټولې دوه پنځوس پېښې ثبت شوې وې چې په کې ۲۱ یې په افغانستان کې او ۳۱ پېښې له پاکستان څخه رالیږدول شوې وې.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د پولیو دا پېښې د هېواد په هغو سوېل او ختیځ  سیمو کې راجسټر شوې دي چې د واکسین کمپاین په کې نه دی پلی شوی.

د عامې روغتیا وزارت په خپله خبرپاڼه کې له ټولو خلکو غوښتي چې ځانونه د واکسین کمپاین د ټیمونو له موقعیتونو خبر کړي او له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: « د واکسین ټیمونه به د کمپاین په جریان کې ستاسو د سیمې په ټاکل شویو ځایونو کې شتون ولري. له والدینو او پالونکو څخه غوښتنه کوو چې له دغو ځایونو څخه ځان خبر کړي او خپل ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د واکسین لپاره ور ولي.»

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې هېڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یوازې د واکسین له لارې شونی دی. پولیو ویروس د ماشومانو د دایمي فلج او یا هم مرګ سبب کېدای شي.

د عامې روغتیا وزارت هم په هېواد کې د پولیو پېښو موجودیت تایید کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې څومره شېمر پېښې موجودی دي.

عامې روغتیا وزارت وړاندې د پولیو پر وړاندې د مبارزې ټټر وهلی او وايي، له افغانستان څخه د دې ناروغۍ د لمنې ټولولو ته ژمن دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist