Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان او اوزبېکستان خصوصي سکټور ترمنځ ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د افغانستان او اوزبېکستان خصوصي سکټور ترمنځ ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/12

بلخ  کې د سوداګریز تواصل او ګډو همکاریو فورم غونډه کې د افغانستان او د اوزبېکستان د خپلواک جمهوریت قاره قلپاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ په بېلابېلو برخو کې تړونونه لاسلیک شول.


د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، دا هوکړه لیکونه  د افغانستان او قاره قلپاقستان سوداګرو ترمنځ د کرنې، صنعت، انرژۍ او کانونو برخو کې د ۱۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت  لاسلیک شول.
مسوولینو په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې یو ځل بیا له افغان او بهرنیو سوداګرو وغوښتل چې د هېواد داخل کې پانګونه وکړي.


د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال شهاب الدین ثاقب وايي: « افغانستان مهمې ټرانزیټي لارې، بشري سرچینې، ځوان نسل او مخ پر ودې بازار لري او د دواړو خواوو ګډې پانګونې او سوداګرۍ ته ښه زمینه برابره کړې. موږ په بېلابېلو برخو کې له ګډو پانګونو هرکلی کوو.»


بله خوا، د قاره قلپاقستان خپلواک جمهوریت د خصوصي سکټور مسوولینو بلخ کې پانګونې ته بشپړه لېوالتیا ښودلې او ژمنه یې کړې چې د امکاناتو برابرولو او د همکاریو په صورت کې به له افغان سوداګرو، صنعتکارانو او بزګرانو سره دوه اړخیزې تخنیکي او مسلکي همکاري وکړي.


دوی هیله څرګنده کړې چې افغان حکومت ورته د قانوني پړاوونو له مخې ځمکې ورکړي چې  معیاري سړې خونې، د لبنیاتو او د ښیښې تولیدي کارخونې او د پنبې پروسېس شرکتونه په کې جوړ کړي.


د قاره قلپاقستان د عالي شورا رییس امان بای اورین بایوف وايي: « هغه بي-ټو-بي(B2B) ناستې چې له تېرې ورځې راهیسې مو لرلې، په ترڅ کې یې د دواړو هېوادونو صنعتکارانو هوکړه وکړه چې دوه کارخونې په ګډه جوړې کړي. له دې جملې یوه یې د لبنیاتو د تولید او بله یې د محصولاتو لپاره د سړې خونې کارخونه ده. د دې ترڅنګ، موږ هوکړه وکړه چې زموږ یو صنعتکار به د حیواني خوراکې(دانه) د تولید یوه فابریکه جوړه کړي. همدارنګه، که چېرې موږ ته کرنیزې ځمکې برابرې شي، موږ کولی شو د کرنې په برخه کې هم له افغان کروندګرو سره همکاري وکړو.»


د قاره قلپاقستان د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس عمر عثمانوف وايي: « زموږ صنعت‌کاران هم چمتو دي چې له افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو سره ګډې سوداګرۍ پیل کړي.  په دې سفر کې زموږ یوه صنعت‌کار له یوه افغان سوداګر سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړه چې پر بنسټ یې ټاکل شوې په مزارشریف ښار کې د کرنیزو محصولاتو د یوې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شي.  موږ د سوداګریزو اړیکو د لا زیاتوالي غوښتونکي یو، په ځانګړې توګه د تولیداتو په برخه کې ځکه دواړو لوریو ته یې ګټې رسېږي.»


په همدې حال کې د بلخ د خصوصي سکټور مسوولین وایي، د شوي تفاهم له مخې د قره قلپاقستان سوداګر پلان لري چې بلخ کې د ښیښو  تولید او پنبې پروسېس برخو کې په ګډې همکارۍ پانګونه وکړي.


د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید وايي: « د دوی تولیداتو ته په کتو، موږ د ښیښې د تولید په برخه کې اړتیا لرو چې ګډه پانګونه او تولیدات ولرو. همدارنګه د پنبې د تولید او پروسېس او ټوکر د تولید په برخه کې ګډې پانګونې ته اړتیا لرو. په دې اړه هوکړه لیکونه شوي او تمه لرو چې عملي ګامونه هم پورته شي.»


قاره قلپاقستان په مزارشریف کې د خپلو تولیداتو دایمي نندارتون پرانېست چې په کې خوراکي توکي، وچې مېوې، تخمونه، جامې او نور توکي نندارې ته وړاندې شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي
اقتصاد

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې
اقتصاد

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي
اقتصاد

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ
اقتصاد

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو
اقتصاد

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي
اقتصاد

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: پاکستان ښايي د کډوالو په جامه کې داعش افغانستان ته واستوي

خلیلزاد د قطر پخواني امیر پر مړینه خواشیني ښودلې

جولای 14, 2026
د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist