د بغلان د امنیې قوماندانۍ نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت وايي، د ۱۷ تنه په مخدره توکو روږدي کسان تر بشپړې درملنې وروسته ازاد او له خپلو کورنیو سره یوځای شول.
مسوولین وايي، دغه ۱۷ تنه روږدي کسان د بغلان د زندان په روغتیايي مرکز کې له تیرو څلورو میاشتو راهیسې تر درملنې لاندې وو.
دوی وايي، پر نشه يي توکو روږدي کسان په ټولنه کې د تخریب او نورو ته د زیان لامل کیږي،چې د کورنیو په غوښتنه یې زنداني کوي او درملنه یې کوي.
بغلان کې روغتیايي چارواکي وايي، پلان لري، نور روږدي کسان هم ونیسي او له بشپړې درملنې وروسته بېرته کورنیو سره یو ځای شي.