د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي:«افغانستان کې اوس مهال خلک د خوړو نه خوندیتوب او د خوراځواکۍ له بې ساري ناورین سره مخ دي. په دې برخه کې تر ټولو ډير زیانمن شوي ماشومان دي،ځکه هغوی د خپلو کورنیو ملاتړ لپاره ګدايي کوي. میلیونونه ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي.»
د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني هم مني،چي په هېواد کي دننه ګڼ شمیر کورنۍ بې ځایه شوي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو په خبره یې د بې ځایه شویو د ستونزو حل لپاره یې هڅې پيل کړي دي.
حقاني زیاته کړه:« د فقر کچه لوړه ده او ډېری خلک بې ځایه شوي دي. اسلامي امارت هڅې کوي،چې د فقر د مخنیوي لپاره هڅي وکړي او اساسي لاري ورته پیدا کړي.»
د اقتصادي چارو شنونکي بیا له اسلامي امارته غواړي،چي له نړیوالو سره تعامل وکړي او په افغانستان کي د فقر مخنیوي لپاره یوه حل لاره پیدا شي.
د اقتصادي چارو شنونکي وايي:« موږ پر نړیوالو او اسلامي امارت غږ کوو،چي سیاست او اقتصاد سره بېل کړي،ځکه خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای،خپلې د ژوند اړتیاوي پوره کړي.»
په هیواد کي د بې کارۍ زیاتېدو او د فقر کچې لوړېدو له امله هره ورځ ځوانان هېواد پریږدي او نړیوالو هم له اسلامي امارت سره د نجونو ښوونځيو د نه پرانېستل کېدو له امله خپلي ګڼي پروژې او مرستې ځنډولې دي.