Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/17

د درملو یوه واردوونکي شرکت په نوښت جوړه شوې ناسته کې د هېواد په کچه د درملو د کیفیت او قېمت پر معیاري کېدو خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي له پاکستان سره پر درملو سربېره د هرراز سوداګریزو توکو تر بندېدو او د ځينو درملو د بیو له لوړېدو وروسته، د داسې لایحې له جوړېدو خبر ورکوي چې له پلي کېدو وروسته به یې په دقیق ډول د درملو بیې کنټرول شي.

دوی وايي، د درملو د کیفیت او قېمت په برخه کې له سوداګرو سره هېڅ راز جوړجاړی نه کېږي او د سرغړونې په صورت کې به د اړوند شرکتونو جوازونه لغو او له صادروونکي هېواد سره راکړې ورکړه بنده شي.

دوی زياتوي، د پاکستاني درملو پر وارداتو د بنديز یو مهم لامل د درملو ټیټ کیفیت بولي او وايي، دا درمل په ناروغانو کې د بېلابېلو امراضو د تکثیر لامل کېدل.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین حمدالله زاهد وايي: « په راتلونکو څو ورځو یا اوونیو کې به دا موضوع حل شي او د بیو ټاکلو لایحه به د تنفیذ لپاره ووېشل شي. دا لایحه به ټولو اتحادیو او تولیدوونکو شرکتونو ته هم ووېشل شي، ترڅو له لایحې سره سم په درملو بېه ولیکل شي او د همدې بیې له مخې به پلورل کېږي. نور به دېته اجازه نه وي چې په بنګله دېش کې په ۲۰ افغانۍ رانیول شوي درمل دلته په ۱۰۰ افغانیو وپلورل شي.»

بل پلو، د درملو واردونکو شرکتونو ټولنې ریيس مني چې په هېواد کې د درملو بیې یو څه لوړې شوې دي، خو وايي له پاکستان سره د سوداګرۍ تر بشپړ بندښت وروسته یې ګڼې بدیلې لارې موندلې دي.

کورنیو چارو وزارت بیا هېواد ته د درملو د قاچاق مخنیوي په برخه کې د جدیت او د کورني تولیدونکو شرکتونو سره د همکارۍ ډاډ ورکوي.

د درملو واردونکو شرکتونو ټولنې ریيس محمد یعقوب منګل وايي: « موږ په خپل سکټور کې ډېر وېښ سوداګرو لرو، داسې چې د پاکستان بدیل مو په تېرو درېیو میاشتو کې څو چنده ډېر پيدا کړ، مګر ځینې ستونزې شته او له امله یې د یو شمېر درملو بیې لوړې شوې دي.»

د کورنیو چارو وزير د دفتر رییس زین‌الله عابر وايي: « ټولو سوداګرو او هغو کسانو ته چې د افغانستان د خلکو په خدمت بوخت دي، وایم چې موږ ستاسو په خدمت کې یو، شپه او ورځ موږ غږ اورېدو ته چمتو یو.»     

په ورته مهال، یو شمېر ډاکټران واي، په روغتیايي سکټور کې د کم او بې کیفیته درملو موجودیت د خلکو په منځ کې پر افغان ډاکټرانو د باور او اعتماد کچه راټیټه کړې او له امله یې ګڼ شمېر ناروغان هر کال د خپلو ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره بهر تګ ته اړ کیږي.

یو شمېر نور هغه بیا د ناروغانو په منځ کې د انټي بیوټیکو پر ډېرې کارونې اندېښنې ښيي.

ډاکټر سید ولي ناصري وايي: « موږ باید په خپله ټولنه کې باکیفیته درمل ولرو او دا مو مشروع حق دی.»

د درملو واردوونکي شرکت رییس سید عباس رووفي وايي: « په افغانستان کې د انټي بیوټیک له زیات استعمال څخه جدي اندېښنه شته. موږ د دې اندېښنې د مدیریت کولو لپاره عامې روغتیا وزارت ته یوه طرحه چمتو کړې چې له مخې به یې د انټي بیوټیکو د لږې کارونې لپاره عملي ګامونه پورته شي.»

په دې ناسته کې داسې مهال د درملو پر کیفیت ټینګار شوی چې د روغتيا نړیوال سازمان او ګڼو نورو سازمانونو د څېړنو له مخې په افغانستان کې دا مهال د شکر یا ډیابېټ، زړه، تنفسي، خوارځواکۍ او ګڼو نورو ناروغیو کچه ورځ بلې ته د لوړېدو په حال کې ده او د نه کنټرولېدو ګوته یې د درملو ټیټ کیفیت ته نیول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist