Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/28

د  هرات عامې روغتیا ریاست مسوولین د روغتیايي خدمتونو د پراختیا مثبتو اغېزو ته په کتو وايي، دا مهال په دې ولایت کې  دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونه د درملنې په برخه کې پرمختللي خدمات وړاندې کوي.
د دوی په خبره، اوسمهال په دې ولایت کې ټولو شته دولتي او خصوصي روغتونونو کې پرانستي او تړلي عملیات ترسره کېږي.
د هرات عامې روغتیا ریاست د روغتوني خدمتونو  د تنظیم آمر محمد داود رحماني وايي: « په دې وروستیو کې د ټول افغانستان او  په ځانګړې توګه د هرات ولایت په کچه د روغتیايي خدمتونو په تړاو مثبت بدلونونه رامنځته شوي. د خدای شکر دی مو ږ په وروستیو کالو کې موږ خورا زیات فوق التخصصي جراحي عملیات د هرات په حوزوي روغتون او نورو  روغتونونو کې درلودې او دا ډېر د ویاړ ځای دی.»

ډاکتران وایي، دا مهال د هرات په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د زړه پرانستي جراحۍ عملیاتو، تړلو لیزري عملیاتو، د اورتوپیدي او هضمي سیسټم تړلو جراحي عملیاتو او نور وعملیاتونو ترسره کولو لپاره پوره امکانات شته دي.

د دوی په وینا، هرات کې وړاندې کېدونکي پرمختللي روغتیايي خدمات د دې سبب شوي چې خلک د درملنې په موخه بهرنیو هېوادونو ته تګ کم کړي.  

د اورتوپیدي او ټراماتولوژي متخصص بشیر احمد احمدي وايي: « الحمدالله موږ په هرات کې د زړه جراحۍ پرانستي عملیات لرو، همدارنګه تړلي یا لایزري عملیات لرو  او په دې برخه کې ګڼ شمېر متخصصان لرو. همدارنګه د هضمي جهار په برخه کې هم خورا پیاوړي کارونه ترسره کېږي او په دې برخه کې فوق التخصص ډاکټران لرو. باید یادونه وکړم چې د عصبي جراحۍ عملیاتو په اړه د مثال په توګه د سر کوپړۍ کې دننه کار کوو، لوی لوی تومورونه لرې کوو او ښه فوق العاده کار کولی شو.»

په ورته مهال، یو شمېر ناروغان هرات کې د روغتیایي  خدمتونو څخه راضي دي او وايي، په افغانستان کې د پرمختللیو جراحي عملیاتو ترسره کېدل هغوی په ګاونډیو هېوادونو کې د درملنې له لوړو لګښتونو بې‌نیازه کړي دي.
ناروغ حمیدالله وايي: « زه له زنده جان ولسوالۍ څخه راغلی یم او  د پښې ګونډه مې مشکل لري. زه له ډاکټرانو ډېر خوښ یم او دا هم د شکر ځای دی چې بهرنیو هېوادونو ته اړ نه یم. که خدای کول زما عملیات همدلته کېږي.»
ناروغ عزیز احمد وايي: « ډېر خوښ یم چې د خپلو ډاکټر صاحبانو تر درملنې لاندې یم، لګښتونه کم دي او هغه کم لګښتونه هم زموږ د خپلو خلکو جېب ته ځي.»

تر دې مخکې اکثریت افغانان چې د زړه، اورتپیدي او معدې د ناروغیو درملنې لپاره تر ډېره  هند، پاکستان او یا هم ایران ته تلل، ځکه چې دوی په هېواد کې دننه له وړاندې کېدونکو خدماتو ډاډمن نه وو.

د دوی په خبره، اوس د معیاري درملنې امکاناتو په برابرېدو سره ډېری خلک دا غوره ګڼي چې په هېواد کې دننه درملنه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist