Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/27

دوې ورځې وړاندې پر خواله رسنیو د وزیر محمد اکبرخان روغتون پر فعالیتونو نيوکې وشوې او په دې روغتون کې ناروغانو ته له نه پاملرنې شکایتونه پورته شول.  

دا نېوکې د هېواد د ازادو سیالیو یا فري فایټ یوه وتلي لوبغاړي، احمدولي هوتک له لوري وشوې؛ خو اوس د وزیر محمد اکبرخان روغتون مسوولانو دغو نیوکو او شکایتونو ته غبرګون ښودلی.

دوی وايي، د دې روغتون ډاکټرانو د ناروغانو پر وړاندې هېڅ ډول بې پروايي نه ده کړې او خپلو شته امکاناتو ته په کتو يې، ناروغانو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د دوی په خبره، په روغتون کې نور طبي وسایل او مکانات شته، خو په خبره يې یوازې د ودانیو د کموالي ستونزه په خپل ځای پاتې ده.

د وزیر محمد اکبرخان روغتون  رییس شېرعلي  شاکر وايي: « دا ناروغ چې نوم یې شفېع د غلام رسول زوی دی او ۳۰ کاله عمر لري، خدمات یې په داسې سویه شوي چې هر ځای دوی تللي وای، تر دې یې ښه خدمت نه شو کولی. له دې ناروغ سره هېڅ ډول بې پروايي او غفلت نه دی شوی. دلته یوه نیمګړتیا او ستونزه شته، هغه دا چې وزیر محمد اکبر خان روغتون ځای اوس تنګ دی.»

د نوموړي په خبره، دا روغتون ټولټال ۷۰۰ تنه پرسونل لري، خو ناروغان د کابل په شمول له اکثریت ولایتونو هم ورته راوړل کېږي.

د وزیر محمد اکبرخان روغتون ډاکټران وايي، د احمد ولي هوتک ناروغ ته يې شته امکاناتو ته په کتو رسېدنه کړې او د بې‌ پروايي په اړه د نوموړي تور بې‌ځایه دی.

دوی زياتوي، په روغتون کې داسې ناروغان شته چې د انساني همدردۍ له مخې يې ډاکټران په شخصي لګښت پالنه کوي.

د وزير محمد اکبرخان روغتون د نرسېنګ مدیر احمدولي وايي: « تاسو دا ناروغ ګورئ، د پایواز ساحه یې خالي ده او هېڅوک نه لري، زموږ ډاکټران یې ټول خدمت کوي او تېره د نرسېنګ څانګې له خوا حمام هم ورکړل شو او ټول خدمات ورته برابر دي. هغه ناورغان چې پایوازان لري او پوښتنه یې کېږي، هغوی ته خو هر ډول خدمات او چوپړتیاوې برابرې وي. موږ داسې ناروغان ساتو چې پایواز هم نه لري.»

ناروغان هم د ډاکټرانو له چلن خوښ دي او وایي، په وخت يې درملنه کېږې او خپلو امکاناتو ته په کتو ورسره مرسته شوې.

ناروغ طره‌باز وايي: « زه دلته بستر یم، د روغتون امکانات ښه دي، زموږ پوښتنه کوي او ستونزې مو رفع کوي.»

ناروغ فضل الحکیم وايي: « زما ۳۸ ورځې کېږي چې دلته بستر یم؛ ډاکټران ښه رویه کوي او هرڅه ته مې رسېږي، زه کومه ستونزه نه لرم. ډاکټر او نرسان دواړه ښه خدمت کوي او د خوراک په برخه کې هم ستونزه نه لرو.»

د خپلو ادعاوو د سپيناوي په موخه مو له احمدولي هوتک سره اړيکه وکړه، خو له نوموړي سره اړيکه ټينګه نه شوه. د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریيس وايي، احمدولي هوتک یوازې تور پورې کړی او له اړوندو ادارو څخه يې غوښتنه وکړه چې نوموړی د سپيناوي په موخه حاضر کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist