Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روغتیا وزارت: روغتیايي سکټور له مالي، کدري او درملیزو محدودیتونو سره مخ دی

روغتیا وزارت: روغتیايي سکټور له مالي، کدري او درملیزو محدودیتونو سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/01

د عامې روغتیا وزارت د ډسمبر په۳۱ مه د روغتیايي پوښښ نړیوالې ورځې نمانځې پر مهال، د عامه پوهاوي لوړولو، روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاس رسي او د لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل.

د دې وزارت چارواکو په خپلو خبرو کې وویل، په هېواد کې د روغتیايي خدماتو د پراخولو په برخه کې د دوی پالیسیو او تګلارو کې روښانه حل لارې موجودې دي او په ټول جدیت سره ورباندې عمل کیږي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پراختیا مرستیال بیا ځینو هغو ننګونو ته هم اشاره کوي چې د روغتیايي خدماتو د کمزوري پاتې کېدو سبب ګرځېدلي. د ده په خبره، په دغو ننګونو کې د روغتیايي خدماتو په برخه کې د مالي ملاتړ کمښت، نړیوال بندیزونه، د مسلیکي کدرونو او وسایلو کمښت، د لوږې او بیوزلۍ زیاتوالې شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پراختیا مرستیال دوکتور محمد حسن غیاثي وايي: « له پرمختګونو سربېره، د هېواد روغتیايي سکټور د مالي سرچینو کمښت، د مسلکي کدرونو کمښت، د تجهیزاتو او درملو محدودیت، د فقر او خوارځواکۍ اغېزې او د روغتیايي معلوماتو نظام د پیاوړي کولو اړتیا په څېر له یو شمېر ننګونو سره مخ دی. په همدې بنسټ، د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې د روغتیا د ملي پالیسیو په سم تطبیق، د منابعو شفافې کارونې، د عامه او خصوصي مشارکت پراختیا، پر روغتیايي ځواک پانګونې او د روغتیايي معلوماتو نظام پياوړي کولو له لارې د پرمختګ مسیر هوار کړي.»

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رییس، شیخ محمد طاهر حلیم وایي، د سالم نسل، سالم راتلونکي، سالم اقتصاد شعار یو هدفمند پیغام دی او هره ټولنه دنده لري چې د دې هدف ترلاسه کولو لپاره لازم اقدامات وکړي.

نوموړي له نړیوالو وغوښتل چې له روغتیايي سکټور سره مرستې باید سیاسي نه کړي او د افغانستان له روغتیايي سکټور سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.  

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رییس، شیخ محمد طاهر حلیم وايي: « دلته له هرځایه زیات د صحت ملاتړ اړین دی، هم اخلاقا ً ضرور دی او هم پر هغو کسانو واجب دی چې د بشري حقونو نارې وهي. اړتیا ده چې د روغتیا وزارت ته په ملي او نړیواله کچه لاس ورکړل شي، ترڅو د نا امنیو په څېر د فزیکي ناروغیو ټغر هم ورټول شي.»

بله خوا، د روغتیا نړیوال سازمان استازې د لوږې او بېوزلۍ زیاتېدو ته په  اشارې وايي، د خلکو اقتصادي ستونزې روغتیايي خدماتو څخه د دوی استفاده محدودي، نو په کار ده چې خلکو ته یو ډول روغتیايي خدمات برابر شي.

همایون ساپي زیاته کړه، اوس مهال په افغانستان کې ۷۷ سلنه خلک روغتیايي خدمات په خپلو شخصي مالي امکاناتو ترلاسه کوي. نوموړي  ژمنه وکړه چې د عامې روغتیا له وزارت سره به خپلو تخنیکي همکاریو ته دوام ورکوي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی ډاکټر همایون ساپی وايي: « په مشخص ډول زموږ د ټولو روغتیايي لګښتونو ۷۷ سلنه د خلکو له جیبونو ورکول کېږي او دا یو لوی عدد دی. اړتیا ده چې په دې اړه لازم ګامونه پورته کړو، ترڅو دا حالت سمون پیدا کړي.»

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق(یونسیف) استازی هم د افغانستان د روغتیایي سکټور پیاوړي کول مهم بولي او په خبره یې، په دې برخه کې زیات کار ته اړتیا ده.

د یونیسف استازي په دې برخه کې سیمه ییز او نړیوال ملاتړ مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د مور او ماشوم روغتیا ته باید زیاته پاملرنه وشي.

د روغتیايي پوښښ نړیوالې ورځې د نمانځنې یو اساسي هدف دا دی چې د روغتیا ادارې روغتیايي خدماتو ته د خلکو د لاس رسي په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړي، ترڅو خلکو ته دا خدمات په باوري توګه ورسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist