Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د عامې روغتیا وزیر هند ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک وباله

د عامې روغتیا وزیر هند ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک وباله

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/24

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي تازه له هندوستان راستون شوی او دلته له خبريالانو سره د خپل سفر لاسته راوړنې شريکوي.

جلالي وايي، له هندي چارواکو يې نه يوازې د روغتيايي پرسونل د ظرفيت لوړولو بلکې په ټوله کې د روغتيا سکټور د پياوړي کولو لپاره ډېرې ژمنې ترلاسه کړې دي.

د نوموړي په خبره، د ژمنو يوه مهمه هغه يې افغانستان ته د باکيفيته درملو صادرولو ترڅنګ، د افغانستان په داخل کې د درملو په توليد کې د هند پانګونه ده.

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وايي: « د څو اتحادیو له مسوولینو سره مو مجلسونه وکړل؛ د درمل واردولو او په دې برخه کې د پانګونې په اړه یې اوږدمهاله او لنډمهاله ژمنې وکړې. لنډمهاله دا چې اوس رامنځته شوې تشه باید له هرې لارې چې وي، باید ډکه شي؛ اوږدمهاله دا چې هغوی دلته افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي او فابریکې جوړې کړي، دوی دې کار ته لېوال وو. دوی دا ژمنه هم وکړه چې افغانستان ته صادرېدونکي درمل به باکیفیته وي او بیې به یې ارزانه وي.»

د دوديزې درملنې(سنتي طب) معياري کول، د طبي انسټېټيوټ جوړول او سرطان په درملنه کې همکاري د هند نورې هغه ژمنې دي چې له امله يې د عامې روغتيا وزير ياد هېواد ته له پنځه ورځني سفر وروسته ډک لاسونه راستون شوی.

د عامې روغتیا وزیر په دې اړه وايي: « په کابل کې د دودیزې درملنې د یوه مرکز او انسټیټیوټ جوړېدنه، افغانستان ته د با کیفیته درملو رالېږل او د مارکېټ اړتیا پوره کول. د هند هېواد له لوري د نورو کړنو ترڅنګ، د روغتیا او درملنې په برخه کې افغانستان کې پانګونه کول او ځینې نوروې مهمې مرستې شاملې دي. د سرطاني ناروغیو په تړاو د ځان  بسیاینې په لپاره په څلورو پړاوونو کې مرسته کېږي، روزنه، درمل، طبي تجهیزات او نور په کې شامل دي. موږ دا سفر له هند سره د اړیکو نوی باب ګڼو.»

جلالي د جزئياتو په توګه زياتوي، هند به د اوس لپاره د پنځه ميلیون ډالرو په ارزښت بېلابېل واکسینونه افغانستان ته ورکړي، د درې ميلیونه ډالرو په ارزښت به د سرطاني ناروغیو راډيو ټرافي ماشینونه ورته وپېري، د یو ميلیون ډالرو په ارزښت به د سرطاني ناروغیو پنځه ټنه درمل او د درې سوه زره ډالرو په ارزښت به د سیټي سکن ماشینونه ورکوي او دغه راز به د پنځه سوه زره ډالر په ارزښت د تلیسمیا د درملنې یو مرکز هم جوړي.

نورجلال جلالي په دې اړه وايي: « ښه زېری دا دی چې د هند روغتیا وزیر وویل چې هڅه کوي افغانستان د روغتیا له پلوه پر ځان بسیا هېواد جوړ شي.»

ډاکټران هم په طبي لحاظ هند پياوړی ګڼي او ډاډه دي چې له افغانستان سره به يې د همکاريو دوام د هېواد روغتيا سکټور پياوړی کړي.

د داخله ناروغیو متخصص عبدالحق قاضي‌زاده وايي: « د دوی د درملنې طرز، د دوی د تشخیص او ټکنالوژۍ ډول د هر ډول ناروغیو په برخه کې معیاري او ستندرد دی. نو دا هېواد که له موږ سره د زړه له تله مرسته وکړي، هم د طبي پرسونل د روزنې او هم د درملو د تولید په برخه کې مثبت اغېز لرلی شي.  

نورجلال جلالي په هند کې د روغتيا له نړيوال سازمان ریيس سره هم ليدلي و او ورسره يې په هېواد کې د ګوزڼ(پولیو) د تشخيص معیاري لابراتوار پر جوړولو، له افغانستان سره پر نړيوال روغتيايي ملاتړ، د روغتونو پر تجهيز او د روغتيا اړوند په نړيوالو غونډو کې د افغانستان د استازو پر ګډون، خبرې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist