Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتيا وزارت: روان کال د ګوزڼ۹مثبتې پېښې ثبت شوې دي

عامې روغتيا وزارت: روان کال د ګوزڼ۹مثبتې پېښې ثبت شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/11

افغانستان لا هم داسې هېواد دی چې د فلج یا ګوزن ناروغي په کې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې او هر کال په کې د دې ناروغۍ متعددې مثبتې پېښې ثبتېږي.

د عامې روغتیا وزارت چهارشنبه د پولیو د مخنیوي په اړه د یوه ورکشاپ کوربه و. د دې وزارت چارواکي وايي، د تېر کال په پرتله روان کال د پولیو یا ګوزڼ پېښې کمې شوې دي.

چارواکي وايي، د ګوزڼ ضد مبازره يې چټکه کړې او همدا سبب دی چې په روان کال کې يوازې ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وايي: « په هغو ساحو کې چې کورنۍ خپل ماشومان واکسین ته نه شي حاضرولی، دوی ته د یوه ځانګړي پروګرام له لارې د واکسین خدمات رسول کېږي. دا هڅې د دې سبب شوې دي چې روان کال د تېر کال په پرتله د پولیو یوازې نهه پېښې لرو،حال دا چې پخوا به ډېر کېسونه رامنځته کېدل. له بده مرغه سږ کال درې میاشتې مخکې یوه مثبته پېښه ثب شوې ده.»

له دې هڅو سربېره، ملګري ملتونو د ګوزڼ په اړه د عامه پوهاوي کچې لوړوالی مهم بولي او زياتوي چې په دې برخه کې د ديني عالمانو او قومي مشرانو رول ډېر مهم دی.

په افغانستان کې د یونیسف استازی علي سلاط صابري وايي: « موږ دلته نن د دې لپاره راغونډ شوي یو چې څنګه کولی شو د پولیو په اړه له نورو سره مرسته او یا یې پر وړاندې مبارزه وکړو. موږ غواړو په دې برخه کې ځانګړې همغږي ولرو، ترڅو افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ په اړه د هغو ناسمو معلوماتو مخه ونیسو چې د خلکو په منځ کې خپرېږي. دا کار باید له رسنیو سره په ګډه وکړو.»

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی خوشال خان زمان وايي: « موږ د روغتیا نړیوال سازمان(ډبلیو‌اېچ‌او) له خوا دې پروګرام سره بشپړه همکاري لرو او دا همکاري به نوره هم زیاته کړو. انشالله افغانستان به ډېر ژر له پولیو پاک شي.» 

ګوزڼ وهلي هم په ورځينو چارو کې د معلوليت له امله د خپلو ستونزو کيسې کوي. دوی دغو ستونزو ته په کتو، د نورو د خونديتوب په موخه له کورنيو غواړي چې خپلو ماشومانو ته په وخت د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي.

ګوزڼ وهلی نقيب‌الله همت وايي: « ماته د معلولیت پېغور را کول کېږي او زه دا تر قیامته نه شم هېرولی. څوک راته ګوډ، څوک شل او څوک شوټی وايي؛ حتا ځینې راته وايي چې ته الله پېژندلی یې، ځکه یې په دې حال کړی یې. دا حالت چې زه ګورم، زړه مې ډېر ناهیلی کېږي او ډېر خفه کېږم. زه له ټولو کورنیو هیله کوم چې کله رضاکاران راځي، ماشومان مو واکسین ته ور وباسئ.»

د پولیو يا ګوزڼ ضد واکسین افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۵ زېږدیز کال پیل شو. د معلوماتو له مخې، په دوامداره توګه يې له تطبیق سره اوس تر مخکنیو کلونو مثبتې پېښې ډېرې کمې شوې دي.

ډاکټران وايي، پر ګوزڼ د اخته کېدو نښو کې ځان دردي، اسهال او دوامداره تبه شامله ده او په خبره یې، د مخنیوي لپاره یې لازمه ده چې ماشومانو ته وار له مخې د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist