Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې په اېچ‌آی‌وي/ایډز ډېری اخته کسان معتادان دي

عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې په اېچ‌آی‌وي/ایډز ډېری اخته کسان معتادان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/02

د ډسبمر لومړۍ نېټه له اېچ‌آی‌وي(ایډز) ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده او په ټوله نړۍ کې له دې ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په توګه نمانځل کیږي.

عامي روغتیا وزارت هم د دې ورځې د نمانځلو لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه او د نړیوالو روغتیایي سازمانونو او ټولنو استازي او ډاکټران یی وربللي وو.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، اوس مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا څلوېښت میلیونه انسانان په دې لېږدېدونکې ناروغۍ اخته دي چې له ډلې یې یوازې سږ کال ۱.۳ میلیون کسان نوي پرې اخته شوي دي. د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې ناروغۍ اخته ۶۰۰ زرو کسانو خپل ژوند بایللی.

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس ډاکټر حیدر خان حیدر د یوه اټکل له مخې وايي، تېر کال په هېواد کې شاوخوا ۴۰۰۰ کسان په ایډز اخته شوي چې اکثریت یې په نشه یي توکو روږدي کسان وو.

د عامي روغتیا وزارت د وقایوي طب ربیس ډاکټر حیدر خان حیدر وايي: « تقریبا ً د ۴۰ میلیونه په شاوخوا کې دا واقعیات په نړۍ کې موجود دي. تېر کال ۱.۳میلیونه کسان تازه په دې مهلکې ناروغۍ اخته شوي دي. دا ناروغي د نړۍ په کچه شاوخوا ۶۰۰ زره تنه مړینه لري. که موږ دغو ارقامو او د نړۍ د خلکو ترمنځ تګ راتګ او مهاجرتونو ته وګورو، موږ هم له دې ناروغۍ په امن کې نه پاتې کېږو. زموږ لومړنی مسوولیت دا دی چې لرې پرتو سیمو کې وقایوي او د عامه پوهاوي تدابیر ډېر کړو.»

د عامي روغتیا وزارت وزارت مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالولي صدیقي وايي: « د اېچ‌آی‌وي د خپرېدو یو لامل هم دا کېدای شي چې اوس افغانان د نړۍ مختلفو هېوادونو ته تګ راتګ کوي یا هلته مېشت دي، ښايي هېواد ته له راتګ سره دا ناروغي هم له ځان سره راوړي. دا چې زموږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده، نو فیصدي یې د نورې نړۍ په پرتله ډېره کمه ده.»

د عامي روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دې ناروغۍ د درملنې او تشخیص لپاره ځانګړي روغتیایي کتنځایونه فعال شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی بیا وايي، نورو هېوادونو ته په کتو د دې لېږدېدونکې ناروغۍ پېښې په افغانستان کې کمې دي. ‌ډاکټر نعیم الله ساپي له مرستندویه روغتیايي ادارو وغوښتل چې په ایډز ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې لپاره دې مرستې وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی ډاکټر نعیم الله ساپی وايي: « خوشبختانه په افغانستان کې د اېچ‌آی‌وي واقعیات ډېر کم دي او ډېره برخه یې په هغو کسانو کې ده چې په نشه يي توکو روږدي دي؛ ځکه چې دوی مشترکې ستنې کاروي. دا چې ستونزه ډېره لویه ده، باید جدي پاملرنه ورته وشي او په اړه یې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.»

ډاکټران دا ساري ناروغي تر پوستکي لاندې یو دردوونکی واقعیت بولي او وايي، د ایډز د تشخیص اسانول، په اېچ‌آی‌وي وېروس د اخته کسانو درملنه او نورو کسانو ته د دې وېروس د لېږد مخنیوي لپاره د وقایوي پروګرامونو پلي کول، کولی شي دا وژونکې ناروغي مهار کړي.

دوی او په ایډز ناروغۍ یو شمېر اخته کسانو له خلکو وغوښتل چې روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي، ترڅو په دې ناروغۍ اخته نه شي.

افغانستان کې د ساري ناروغیو (ایډز او هیپټایټس) د کنټرول ملي پروګرام مسوول ډاکټر عبدالرحمن شیرین دل وايي: « ۸۲ زره ۲۵۵ تنو وینه معاینه شوې چې په کې ۳۰۰ مثبتې پېښې وې. د ګلوبل فنډ په مالي لګښت ۸ مرکزونه فعال شوي او په کې د اېچ‌آی‌وي ناورغانو تشخیص او درملنه کېږي. همدارنګه ۱۸ نور مرکزونه د زرقي معتادینو لپاره ځانګړي شوي او په کې د مېتاډون په وسیله د دوی درملنه کېږي.»

د ایډز لومړنۍ پېښه په ۱۳۶۰ کال په امریکا کې وپېژندل شوه او په ۱۳۶۸ کال هم په افغانستان کې لومړنۍ پېښه د کابل د وینې په مرکزي بانک کې ثبت شوه.

د ایډيز ناروغۍ ته په سپکه سترګه کتل د دې لامل شوي چې ډېری اخته کسان د خپلې وینې له معاینه کولو څخه ډډه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist