Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت د شکر ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي هڅې پيل کړې

عامې روغتیا وزارت د شکر ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي هڅې پيل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/18

که څه هم عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د شکر په ناروغۍ د اخته کسانو د کره شمېر په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره یی ملي سټراټیژي جوړه کړې ده.

د دې وزارت چارواکي، چاغښت یا د وزن زیاتوالې، د فزیکي فعالیت کموالی، ډېر عمر او د وینې لوړ فشار د شکر ناروغۍ له لاملونو ګڼي او د مخنيوي لپاره يې د ورزش سپارښتنه کوي.

د عامي روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین عبدالولي حقاني وايي: « شکر داسې ناورغۍ ده چې نن په نړۍ کې له سترو ګواښونو څخه شمېرل کېږي او د ډېرو ټولنو اقتصادي او روغتیايي جوړښت ته زیان رسوي. دا ناروغي یوازې د یوه شخص ستونزه نه ده بلکې پر کورنیو، ټولنیزو بنسټونو، د کار پر تولید اوږدمهاله او نه جبرانېدونکې اغېزې لري.»   

د ډاکټرانو په وینا، اوس مهال په ټوله نړۍ کې۵۹۰ میلیون تنه د شکرې په ناروغۍ اخته دي. دوی وايي د نه درملنې په صورت کې دا ناروغي ناوړه روغتیایی پایلې لرلې شي، لکه د زړه حمله، دماغي سکته، د پښتورګو کمزورتیا، ړندېدل او د بدن د غړیو ضایع کېدل.

د عامي روغتیا وزارت د روغتیایي رییس حیدر خان حیدر وايي: « نه یوازې دا چې موږ د ورزش په وسیله د شکر ناروغۍ مخنیوی کوو بلکې د ډېرو قلبي او رواني ناروغیو په درملنه کې هم رول لري. دا د درملنې اسانه او ارزانه لاره ده.»   

ډاکټر نور ولي ناصري وايي: « د دې لپاره چې موږ د دې خطرناکې ناروغۍ څخه خپل ځان، کورنۍ او ټولنه وساتو، دا د عمل ورځ ده، کار به کوو، فزیکي فعالیت به کوو، صحي خواړه به خورو او نور خلک به هم تشویقوو.»

ډاکټران وړانديز کوي چې خلک د شکرې په وړاندې زیات پوهاوي او د ناروغانو لپاره ملاتړو سیسټمونو ته اړتیا لري.

ځينې نور چارواکي ورزش نه یوازې د سالم بدن لپاره مهم ګڼي بلکې په خبره یې، د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی هم کوي. دوی ډاډ ورکوي چې د ورزشي فعالیتونو له لارې به خلکو ته د شکر ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی کور په کور ورسوي.

د المپیک ملي کمېټې فني، حرفوي او مسلکي مرستیال احمد جان ځدراڼ وايي: « موږ د ورزش ادارې په استازیتوب عامې روغتیا وزارت ته ډاډ ورکوو چې تر خپلې وسې به په دې کار کې همکاري کوو.»

د کېک بوکسېنګ  فډراسيون دا ډول پروګرامونه د شکرې کڼترول لپاره اغېزناک بولي او ټینګار کوي چې هر کس باید په ورځ کې نیمه ګړۍ چټک مزل یا ورزش وکړي.

د کېک بوکسېنګ فډراسيون رییس شېر احمد هاشمي وايي: « هر انسان باید د ورځې نیم ساعت ورزش وکړي. نیم ساعت پلی تګ زموږ د یوه کال ژوند ضمانت کوي. هرڅومره چې ډېر ورزش وکړو، هغومره به مو صحت ښه وي. ورزش صحت او صحت ثروت دی.»

شکر يا ډیابېټس یوه اوږدمهاله ناروغي ده چې د پانکراس له کمکارۍ او انسولینو د ناکافي تولید له امله رامنځته کېږي. د انسولین په نه شتوالي کې بدن نه شي کولی جذب شوي خواړه په سمه توګه ووېشي چې زیاتوالی یې په وینه کې د ګولوکوز د پرڼ کېدو یا غلظت لامل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist