Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت د بې کیفیته خوراکي توکو تولید او وارداتو په اړه خبرداری ورکړ

عامې روغتیا وزارت د بې کیفیته خوراکي توکو تولید او وارداتو په اړه خبرداری ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/22

د عامې روغتیا وزارت “په خوراکي محصولاتو کې د تحلیل شویو خطرونو په موخه عامه پوهاوي” تر سرلیک لاندې غونډه جوړه کړه.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین ټینګار کوي چې د بې‌کیفیته خوړو د مصرف له امله د بکټریايي، مکروبي او سرطاني ناروغیو پېښې د خوراک کوونکو ترمنځ ډېرې شوې دي. هغوی زیاتوي چې د خوړو د خوندیتوب ریاست تېر کال په هېواد کې د بې‌کیفیته خوراکي توکو له وارداتو، قاچاق او تولید څخه مخنیوی کړی.

دوی دا هم وایي چې دغه ریاست د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ د خوړو د ملي او نړیوالو معیارونو د پلي کېدو او همداراز د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه هڅې کوي، ترڅو خلک د بې‌کیفیته خوړو له خطرونو ځانونه وژغوري.

د خوړو خوندیتوب عمومي رییس عبدالله حامد وايي: « د خوړو خوندیتوب عمومي ریاست ژمن دی چې د خوړو د خوندیتوب نړیوال، ملي او سیمه ییز معیارونه او غوره عملیاتي تګلارې تطبیق کړي، ترڅو د خپلو مصرفوونکو روغتیا وساتو او د خوراکي توکو کارولو له امله رامنځته کېدونکې ناروغیو او دغه راز د تقلبي او قاچاقي خوراکي توکو مخنیوی وکړو.»           

د دې وزارت د چارواکو په خبره، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په ټوله نړۍ کې هر کال شاوخوا ۶۰۰ میلیونه کسان د بې‌کیفیته خوړو له امله مسمومېږي چې ډېری یې ژوند له لاسه ورکوي.

دوی ټینګار کوي چې د دې ریاست د نظارت ټیمونه د عامه پوهاوي د لوړولو او د دې ډول موادو له تولید او وارداتو د مخنیوي په موخه په مختلفو سیمو کې حضور لري.

د خوړو د عامه پوهاوي او ظرفیت لوړونې متخصص سید نعمت حسینیان وايي: « د روغتیا نړیوال سازمان د مړینو هغه کچه او مصمومیتونه چې د بې کیفیته خوراکي توکو د مصرف له امله رامنځته کېږي، په کلني ډول ۶۰۰ میلیون تنه ګڼلي چې له ډلې یې ۱۲۵ میلیون تنه له ۱۸ کالو ښکته ماشومان دي.»

هممهاله، د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، تېر کال د هېواد شاوخوا ۲۵۰ د خوړو تولیدي فابریکو څارنه شوې او ورسره یې په خوراکي توکو کې ۴۰ بېلابېل احتمالي خطرونه تثبیت کړي دي. د دوی په خبره، د دې ریاست د تخنیکي ټیمونو او متخصصینو تر څېړنو وروسته په تولیدي برخه کې تخنیکي ستونزې له فابریکو سره شریکې شوې دي، ترڅو د کیفیت د ښه والي لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

د خوړو د تحلیل او څارنې آمر شفیق‌الله شفیق وايي: « په تېر یوه کال کې له شاوخوا ۲۵۰ کارخونو لیدنه شوې، اړوند لارښوونې ورته شوې؛ ترڅو په تولیدي خط کې شته خطرونو ته متوجه شي.»

په دې کنفرانس کې د عامې روغتیا وزارت چارواکو خبر ورکړ چې نږدې ۳۰۰ د خوراکي توکو تولیدي فابریکو ته یې قانوني جوازونه ورکړي او زیاتوي چې د ښوونځیو زده ‌کوونکو او عامو خلکو لپاره یې د عامه پوهاوي کمپاینونه هم ترسره کړي، ترڅو خلک د خوراکي توکو د کیفیت او خوندیتوب په اړه لازم معلومات ترلاسه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist