Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سکای نیوز: روان کال په بدخشان کې ۵۳ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي

سکای نیوز: روان کال په بدخشان کې ۵۳ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/07

د بریټانیا سکای نیوز خبري اژانس د تازه راپور په خپرولو سره، په بدخشان کې خوارځواکو ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو او د هغوی د مړینې په تړاو ارقام خپاره کړي.

په راپور کې افغانستان د لوږې له بحران سره مخ هېواد بلل شوی او دغه راز  زیاته شوې چې د روان کال له پیله یوازې په بدخشان کې د خوارځواکۍ له امله ۵۳ تنه ماشومان مړه شوي.

د سکای نيوز په راپور کې د خوارځواکۍ له امله مړو شویو ماشومانو شمېر د تېر کال له همدې مودې سره پرتله شوي او ادعا شوې چې د مړينې سږنۍ شمېرې د تېر کال همدې مودې په پرتله ۵۰ سلنه لوړه شوې.

د سکای نیوز راپور زیاتوي: « د لوږې له امله له ژړېدونکو ماشومانو روغتون ډک دی. تاسې کولی شی د بدخشان ولایت روغتون کې درد، کړاو او ژړا احساس کړی. خونې له خوارځواکو ماشومانو ډکې دي. ځینې یې دومره کمزوري دي چې د ساه اخیستلو لپاره اوکسیجن ته اړتیا لري. د بدخشان روغتون کې بوخت ټیم هڅه کوي چې ماشومان ژوندي وساتي، خو مرګونه ورځ تر بلې زیاتېږي. یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې په هرو درېیو ورځو کې یو ماشوم مړ شوی. د روان کال تر دې دمه ۵۳ ماشومان مړه شوي دي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.»

په دې راپور کې ملګرو ملتونو او د دې سازمان اړوند د ماشومانو ملاتړ وجهي صندوق(یونیسف) له قوله زیاته شوې، په افغانستان کې له ۴.۷ میلیونه زیاتې ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري او له ډلې يې د ۱.۴ ميليون هغو ژوند له ګواښوونکي حالت سره مخ دی.

په راپور کې زیاته شوې: « له ۴.۷ میلیون زیاتې ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ بېړنی درملنې ته اړتیا لري او په خبره یې ،۹۰سلنه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کالو کم دي، له خوړو بې ‌برخې دي.»

همدارنګه راپور کې د یونیسف له قوله ویل شوي: « ۳.۵ میلیونه له پنځو کالونو کم عمره ماشومان شدیده خوارځواکي لري. له دې ډلې ۱.۴ میلیونه یې له ژوند ګواښوونکي حالت سره مخ دي. کله چې بودیجه کمه شي، له دې ناروغۍ د مخنیوي وړ ماشومانو مړینه ورسره ډېرېږي.»

عامې روغتیا وزارت د سکای نيوز راپور ته د ځواب ويلو لپاره په تمه پرېښودو، خو د راپور تر خپرېدو یې خپل نظر له موږ سره شریک نه کړ.

سکای نیوز بیا د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ويلي، د خوارځواکۍ اوسنی دغه حالت له تېرو جګړو په میراث ورپاتې او د کابو کولو لپاره یې د پنځه کلن پلان جوړېدو خبر ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر ډاکټران د دې حالت لامل د کورنیو خراب اقتصادي وضعیت بولي.

ډاکټر کمین ساپی وايي: « په ټوله کې د هېواد اقتصادي وضعیت خراب او زموږ خلک بېوزله دي. په هره هغه هېواد کې د خوارځواکۍ کچه لوړه وي چې اقتصادي وضعیت یې خراب وي؛ دا ځکه چې میندې او پلرونه نه شي کولی خپلو ماشومانو ته هغه خواړه برابر کړي چې دوی ورته اړتیا لري. همدارنګه هغه لرو پرتو سیمو کې هم خوارځواکي ډېره وي چې له روغتیايي مرکزونو لرې پرتې وي او کورنۍ نه شي کولی خپل ماشومان تر روغتونونو ورسوي.»

له وړاندې حکومت ډاډ ورکړی و چې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې لپاره يې په روغتونو کې لازم تدابیر نيولي او دغه راز یې د يادې پديدې د کمولو او مخنيوي لپاره د خپلو يو لړ نورو هڅو ډاډ هم ورکړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist