لطفي زیاته کړه:« د کورونا وبا په اړه ناسم مالومات خپرول،لکه څومره چې کورونا وبا ګواښوونکې ده، دا هم ګواښوونکي دي، ځکه دا بستر جوړونکې ده او مرسته کوي،چې پر کورونا وبا زیات خلک اخته شي، خو له روغتیا او د نورې نړۍ له کورونایي برخې موثق مالومات کولی شي،چې د کورونا وبا په مخنیوي کې مرسته وکړي.»
یو شمېر خبریالان هم د خپلو ځینې نورو همسنګرو له فعالیت ګیله کوي،چې د کورونا وبا په اړه له باوري سرچینو کار اخلي، تحقیق او څېړنه نه کوي او سطحي چلنکوي.
افغان خبریال وسیم تلاش وايي:« خبریالان باید د کورونا وبا په اړه مثبت راپورونه خپاره کړي او له بې باوره او نا مالومو سرچینو داسې راپورونه خپاره نه کړي،چې د خلکو په ذهنونو بد اغېز کوي. ان د خلکو د مرګ ژوبلې لاملهم ګرځي. نو خبریالانو ته په کار ده،چې په دغه برخه کې خپل رسالت په سم ډول سرته ورسوي.»
عام خلک په هره برخه او په ځانګړې توګه د کورونا وبا په برخه کې د رسنیو او خبریالانو مالوماتو باندې باور کوي او لومړیتوب ورکوي.
همدا رسنۍ او خبریالان دي،چې د ټولنې حقایق او واقعیتونه رابرسېره کوي او خلک ترې خبروي، خو که رسنۍ او خبریالان د دقیقو او باوري مالوماتو پرځای ناسم مالومات او اوازې خپرې کړي، دا چاره اندېښنې پیدا کوي او ټولنیز ثبات له منځه وړي.
خلک له خبریالانو غواړي، چې د کورونا وبا په اړه ورته سم او باوري مالومات وړاندې کړي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی صفي الله هوتک وايي:«موږ د کورونا په برخه کې تل رسنۍ تعقیب کړي دي. تل په دې اړه له هغوی وینو، اورو او پر مالوماتو او لارښوونو یې عمل کوو او هماغه شان مخته ځو.ولې بدبختانه ځنې وخت د افغانستان د رسنیو او خبریالانو راپورونه چې ګورو،له نړیوالو رسنیو سره ډېر توپیر لري، نو له دوی مو غوښتنه دا ده،چې تل دقیق او سم ملومات تر موږ راورسوي،چې موږ یې عملي کړو، تر څو دا ناروغي چې کورونا ده،مخنیوی یې وشي.»
باور دا دی،چې ناسم مالومات په ټولنه کې ژر خپرېږي، د ریښتیاوو ځای نیسي او د ټولنې وګړو په روح او روان منفي اغېزه کوي.