د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کورونا و با ګواښ په کمېدو دی او ورځ بلې ته په مثبتو پېښو کې کموالی راځي.
د یاد وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر د کورونا وبا د مثبتو پېښو د کچې ټېټېدو لامل واکسين یادوي او زیاتوي،چې د واکسینو ویش اوس هم دوام لري.
هژير زیاته کړه:« د واکسینو د لړۍ له پايله تر اوسه پورې اوه ميلیونه او څلور سوه زره کسان واکسن شوي دي،چې له دې جملې يې دوه میلیونه او اوه سوه زره کسان د اسلامي امارت له راتلو وروسته واکسين شوي دي. د واکسينو پروسه اوس عملاُ جریان لري او هره ورځ نږدې نهه زره کسانو ته واکسين کېږي.»
جانسن اینډ جانسن، اسټرازينيکا او ساینو فارم د کورونا و با ضد هغه واکسينونه دي،چې د هند، چین او امریکا له خوا د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره مرسته شوي او میلیونونه کسانو ته تطبیق شوي دي.
هژیر د کورونا وبا ضد واکسینو له تطبيق سره سره له خلکو غواړي،چې د روغتياپالانو سپارښتنې عملي کړي.
هغه زیاته کړه:« له عامې روغتیا وزارت سره تر اوسه پورې درې ډوله واکسينونه موجود دي،چې جانسن اينډ جانس، استرازينيکا او ساینوفارم او غوښتنه مو له خلکو دا ده،چې له کورونا وبا سره د مبارزې يوه لاره د واکسين اخېستل او روغتيايي سپارښتنې عملي کړي.»