Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حکیم الکوزي یو ځل بیا د کورونا وبا مهار لپاره د درملو د وېش لړۍ پیل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/27

د کورونا وبا مخنیوي لپاره دوا جوړونکی افغان حکیم محمد الکوزی وایي، په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان کې د کورونا  څپه د زیاتېدو په حال کې ده او غواړي په دې برخه کې خپل مسوولیت اداء کړي.

الکوزی وایي، تیرځل یې تر ۱۴ میلیونه کسانو دارو ورسول او هېڅ یوه کس ته یې زیان نه دی پېښ کړی، بلکې ډېری خلک ورسره ښه شوي دي.

الکوزی وایي، دوا کې یې ۱۱ ډوله طبيعي بوټي ګډ کړي او هېڅ یو یې د چا پر زیان نه ده.

هغه وایي، دې برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان، ډاکتران او لابراتوارونه فرصت لري،چې پلټنې وکړي او که غلطه یې ثابته کړي،حاضر دی چې هر نوع مسوولیت یې ومني.

الکوزي زیاته کړه:« زما دوا د هرې ناروغۍ لپاره کفایت کوي، نو اومیکرون لا څه شی دی، اوس نړۍ ته چلنج ورکوم،چې را دې شي او زما له دارو دې د رسنیو په مخکې ګټه پورته کړي. موږ دې چلینج کړي،چې الکوزی رېښتیا وایي او که دروغ؟

نړۍ دې راشي او له ما دې وپوښتي،چې د ټولو مخکې زر کسانو ته دوا ورکوم،که پنځه یې هم جوړ نه شول،زه ملامت.»

الکوزی وایي، دوا یې د کورونا وبا نوې بڼې  اومیکرون لپاره هم اغیزناکه ده او په وینا یې خپله اومیکرون بڼه ډیره ګواښونکې نه ده.

حکیم د تېر حکومت د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو ګیله کوي،چې د ده نوم یې بد کړی و او له اسلامي امارت غواړي،چې ملاتړ یي وکړي.

الکوزي زیاته کړه:«  یو ځل بیا موږ غواړو،چې امارت اسلامي د تېر په څېر راسره مرسته وکړي. د دوا په وېش کې.  موږ غواړو،چې د یوې اوونۍ لپاره به کابل کې دا دوا توزیع کړو او بیا د یوې یوې اوونۍ  لپاره سفرونه ۳۴  ولایتو ته.»

الکوزی غواړي، ۳۴ ولایتونو ته سفر وکړي او په ټول هېواد کې خپله جوړه کړې دوا په وړیا توګه ووېشي.

دی وایي،داځل یې په کافي اندازه دارو جوړ کړي او کولی شي،ټولو هېوادوالو ته یې ورسوي.

د حکیم نور ملګري بیا  وايي، اسلامي امارت دې یو کنفراس جوړ کړي او حکیم دې وپوښتي،چې دوا یې څنګه جوړه کړې او په دې تړاو دې ترې ټولې طبي پوښتنې هم وکړي.

د حکیم محمد الکوزی همکار ډاکتر معین ګل څمکنی وايي:«  پر لوړه دولتي کچه باید یو کنفرانس او یا د یوې مشورې په ترڅ کې الکوزی صیب وغوښتل شي. ترې و دې پوښتل شي او الکوزی چمتو دی،چې ځواب ورکړي.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل، په دې اړه به خپل نظر له وزیر او مرستیالانو سره تر مشورې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist