Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: روان کال هلمند کې د ۷۰۰ روږدو کسانو درملنه او روزنه شوې

چارواکي: روان کال هلمند کې د ۷۰۰ روږدو کسانو درملنه او روزنه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/24

هلمند کې د جاپان د خلکو له خوا پر نشه ‌یي توکو د روږدو کسانو۳۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

په نشه يي توکو د روږدو کسانو(معتادانو) د ۱۰۰ بستریز روغتون مسوولین وایي، دا مرستې د هغو کسانو د دوامداره ملاتړ په موخه شوې دي چې د حکومت له لوري یې درملنه شوې او اوس له روغتیا برخمن دي.

د معتادینو د درملنې روغتون آمر علاالدین احسان وايي: « نن ورځ موږ ۲۹۲ تنو ته خوراکي مواد وېشو. په دې موادو کې دوې ګونۍ اوړه، ۱۵ لېټره غوړي، دوې ګونۍ  دال او دوه پاکټه مالګه شامل دي. همدارنګه دا مهال له موږ سره ۱۲۶ کسان په حرفوي زده کړو بوخت دي.»          

د یاد روغتون د مسوولینو په خبره، د درملنې ترڅنګ ۱۲۶ معتادینو ته د حرفوي زده کړو زمینه هم برابره شوې، ترڅو هغوی وکولی شي  راتلونکي کې د خپلو کورنیو لپاره د حلالې روزۍ سرچینه پيدا کړي.

له نشه يي توکو یو شمېر رغېدلي کسان وایي، د درملنې ترڅنګ یې د موټرسايکل جوړونې او سولري برېښنا په برخو کې مسلکي زده کړې هم ترلاسه کړې دي.

هلمند کې له نشه يي توکو کارونې رغېدلی نظر محمد وايي: « زه د تریاکو په کارولو روږدی وم، اوس زما درملنه شوې او په مسلکي زده کړو بوخت یم.»

له نشه يي توکو رغېدلی محمد ظاهر وايي: « ما دوه کال ټابلېټ که(K) ګولۍ خوړلې او چرس مې څکول. کله چې زه دلته راغلم، ایله په ژوند پوه شوم. زه له خپلې روغتیا او ډاکټرانو څخه ډېر خوښ یم.»

بله خوا، د دغو کسانو د کورنیو غړي وایي، د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه هیله من شوي او په دې خوښ دي چې هغوی یوازې له اعتیاد نه دي رغېدلي بلکې د کسبونو د زده کړې له لارې د یوه نوي ژوند پیلولو هم جوګه شوي دي.

د خالق دادا په نوم له نشه يي توکو د یوه رغېدلي کس پلار وايي: « زما زوی معتاد و او یوه یا یوه نیمه میاشت کېږي چې دلته بستر دی او د لمریزې برېښنا او سولر سیسټم په برخه کې حرفوي زده کړې ورکول کېږي. اوس شکر دی د نشه يي توکو له کارولو څخه خلاص شوی.»

د یوه بل رغېدلي کس د کورنۍ غړی محمد خان وايي: « زما د ماما زوی په نشه يي توکو معتاد و. لور یا بېلچه به ورسره او کور به یې هېڅوک آرام نه پرېښودل. اوس مې دلته راوستی او بستر کړی دی.»

په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د مسوولینو په وینا، په دې روغتون کې دا مهال ۱۰۰ تنه معتادان تر درملنې لاندې دي او یوازې د روان کال په جریان کې نه یوازې د ۷۰۰ تنو درملنه شوې بلکې حرفه هم ورښودل شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist