Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت د ناروغيو زياتېدو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان راپور رد کړ

عامې روغتیا وزارت د ناروغيو زياتېدو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان راپور رد کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/23

عامې روغتیا وزارت دوشنبه(د وږي ۳۱ مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره د روغتیا نړیوال سازمان وروستی راپور رد کړ. په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د زړه او مزمنو غیر ساري ناروغیو اړوند خپاره شوي معلومات او ارقام نا سم دي او له دوی سره شته ارقام د سازمان له خوا ادعا شویو شمېرو په پرتله څو ځلې کم دي.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي چې شاوخوا ۴۰ زره افغانان هر کال د زړه او غیرساري ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د روغتیا نړیوال سازمان راپور دغه راز څرګندوي چې له هرو ۵ افغانانو ۱ تن رواني ستونزې لري.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، د دوی د معلوماتو او شته شمېرو له مخې، خپاره شوي ارقام دقیق او کره ارقام نه دي او د عامې روغتیا وزارت سره شته ارقام له دې څخه څو ځلې لږ دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان زیاتوي: « البته په عمومي ډول باید ووایو ځینې ارقام چې خپرېږي، اټکل شوي ارقام وي. څومره چې موږ معلومات وکړل، د روغتیا نړیوال سازمان ارقام هم تخمیني دي، د کومې کره سروې یا معلوماتو او ارقامو په اساس نه دي. د عامې روغتیا وزارت دا ارقام او راپور ردوي او له ټولو نړیوالو ادارو هیله کوي چې د عامې روغتیا وزارت د تدوین شوې پالیسۍ له مخې هغه ارقام چې دوی یې په افغانستان کې د ناروغیو یا هم ناروغانو په اړه خپروي، باید یې له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ خپاره کړي؛ ترڅو د ناسمو او نا بشپړو شویو معلوماتو له خپرولو څخه مخنیوی وکړو.»

د روغتیا نړیوال سازمان په یو تازه خپاره کړي راپور کې دغه راز ویلي، په افغانستان کې د ټولو مړینو د ۴۳ سلنې علتونه د زړه ناروغۍ، شکر، سرطان او د سږو مزمنې ستونزې دي.

دغه سازمان وړاندوېینه کوي چې تر ۲۰۳۰ کاله به دا شمېر۶۰ سلنې ته لوړ شي او ډېری قربانیان به ښځې وي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغان ښځو په منځ کې د سینې او د رحم خولې سرطان د ډېرېدو په اړه هم خبرداری ورکړی او وايي چې دا دواړه د هېواد له درې تر ټولو عامو سرطانونو څخه دي.

دغه سازمان همدارنګه ویلي، په افغانستان کې د رواني ناروغیو شمېر هم مخ په زیاتېدو دی.

د روغتیا نړیوال سازمان  ویلي: « موږ په افغاستان کې د خلکو رواني ستونزو هم سخت اندېښمن کړې یوو؛ ځکه دلته کلونه جګړو، طبیعي پېښو او بې ‌کوره کېدنو د افغانانو پر رواني وضعیت ژور اغېز کړی.»

د راپور له مخې، له هرو پنځو افغانانو یو د رواني روغتیا ستونزې لري او سره له دې دومره ډېرې اړتیا، د افغانستان ډېری ولایتي روغتونونه او لومړني روغتیايي مرکزونه د رواني روغتیا خدمتونه نه لري او زیات شمېر زیانګالي خلک بې‌ درملنې پاتې کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist