په کابل کې نن پنج شبنه د « ۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۲۵ مه» د معیاري روغتیايي چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه د خصوصي سکتور او عامې روغتیا وزارت ترمنځ ناسته وشوه.
په ناسته کې عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر د درملو واردونکو شرکتونو ته ګواښ وکړ که له دې وروسته معیار او کیفیت په پام کې ونه ونیسئ، شرکتونه به یې وروتړي او مسوولین به یې عدلې او قضایي ارګانونو ته وروپېژني.
عمر له شرکتونو وغوښتل،چې په مارکیټ کې د داخلي تولید ته هم پاملرنه وکړي او په هغه صورت کې واردات وکړي،چې اړتیا دلته پوره نه شي.
عمر زیاته کړه:« هغه څوک،چې په دې برخه کې خیانت کوي او د طبي معیارونو مطابق خپل کار مخته نه بیایي، که شرکت لري شرکت به یې بندېږي، که درملتون لري،هغه به بندیږي، که پلورنځی یا روغتون لري، هغه به بندېږي او که تشخیصیه مرکز ولري،هغه به بندېږي.»
وزارت د درملو واردونکو ته وویل، خپل هېواد او ولس ته دې ژمن پاتې شي او د درمل ساتلو ګدامونه دې معیاري کړي.
وزارت غیر معیاري چوپړتیاوې ستره ننګونه وبلله او زیاته یې کړه،چې تردې مهاله یې ګڼ شمېر غیرمعیاري روغتونونه او درملتونونه تړلي دي.
د عامې روغتیا وزارت اداري مرستیال محمد اسحق عاصم وايي:« دا ټولنې ته وایمه کوالټي کنټرول باندې کارونه نه کنټرولېږي، که هر یو دا خپل ضمیر او فکر کوالټي کنټرول کړو بس کار جوړ دی، تر څو به یې کوالټي کنټرول وڅاري او کوم شی به وڅاري، نو راځئ دا خپل فکر کوالټي کنټرول کړو.»
د درملو واردونکو ټولنې ژمنه وکړه،چې ټولو قوانینو ته به غاړه ږدي، معیار او کیفیت ته به پوره پاملرنه کوي.
دوی خپلې ځینې ستونزې او وړاندیزونه هم له اسلامي امارت سره شریک کړل،چې هغوی یې د حل ژمنه وکړه.
د درملو واردونکو ټولنې مرستیال میراجان قانع وايي:« هر مثبت پلان چې عامې روغتیا وزارت او د دوا او غذا ملي اداره د اصلاح لپاره ونیسي،موږ یې منو او ملاتړ یې کوو، موږ هم نه غواړو،د هغو شرکتونو دفاع وکړو،چې د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي.»
عامې روغتیا وزارت وایي، په هر ګمرک او دروازه کې به د معیاري چوپړتیاوو په موخه لابراتوار ځای پر ځای کړي او له ټولو به دقیق څار کوي.