Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د لومړي ځل لپاره د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د طب پوهنځی پرانیستل شو

د لومړي ځل لپاره د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د طب پوهنځی پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/21

د کابل په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د ملي دفاع وزارت چارواکو له خوا له انګرېزانو د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت د طب پوهنځی پرانیستل شو.

د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د روغتیایي چارو قوماندان ډاکټر محمد طاهر احرار پرانستغونډه کې د خبرو پرمهال وویل، د ملي دفاع وزارت له بودیجې د ۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت په ۴۰۰ بستریز روغتون کې  د طب پوهنځي پرانیستلو موخه د وسله وال پوځ پر پښو درېدل  او د اړتیا پرمهال د امنیتي ځواکونو  سربېره، خلکو ته د روغتیایي خدماتو رسول دي.

احرار زیاته کړې، پخوا د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې پوځي ډاکټران نه و او ډاډ ورکوي چې دوی به د هېواد هرې برخې ته متوازن طبي خدمات ورسوي.

احرار  په دې اړه وايي: « زموږ هېواد په علمي، معنوي، مادي او هر لحاظ داسې اشغال شوی و چې زه د لومړي ځل لپاره دلته راغلم او محاسبه مې وکړه، د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې یو نظامي ډاکټر هم نه و.»

د طب پوهنځي یو تن استاد ذبیح الله وايي: « د نظامي طب پوهنځی چې د وسله وال پوځ د طبي علومو پوهنځي تر نامه لاندې به فعالیت کوي، په مجهزو درسخونو، لابراتوارونو، سمبال کتابتون او اداري کارونو لپاره داسې امکانات ولري چې په نږدې راتلونکې کې به نه یوازې د اسلامي ملي اردو، بلکې د افغانستان منځني او عالي طبي کادرونه وروزي.»

د لوړو زده کړو وزارت معین وایي، هېواد کې روغتیایي ستونزې پرخپل ځای دي او په خبره یې لاهم د هېواد ډېری ناروغان پاکستان ته وړل کېږي چې دغه وضعیت ورته د منلو نه دی.

دوی د روانو ستونزو او ننګونو پر حل ټینګار کوي.

له دې سره جوخت، د اریانا افغان شرکت مسوولینو د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د نوي پوهنځي ایجادول د نظامي قوت لپاره مثبت ګام ګڼي او په وینا یې، دې سره به د افغانستان روغتیایي سکټور لا پیاوړی شي.

د اریانا افغان شرکت رییس  ملا بخت الرحمن شرافت وايي: « د دغه شان ادارو او بنسټونو جوړول د هر چا کار نه دی.»

دعامې روغتیا وزارت خدماتي معین عبدالولي حقاني وايي: « هغه دا چې افغانستان د پوهې، زده کړې، علم او تخصص له لارې د خپل ر اتلونکي ضمانت کولی شي.»

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز وایي، د ملي اردو ځان بسیاینې لپاره د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د طب پوهنځي رامنځته کېدل لوی ګام دی او په خبره یې، د هېواد روغتیایي سکټور باید له تجارتي بڼې راووځي، ترڅو خلک پر وخت سره روغتیایي خدماتوته لاسرسی ولري.

چارواکو له هېواده پر وتلو ډاکټرانو غږ وکړ چې هېواد کې یې سر او مال خوندي دی او بېرته دې هېواد ته راستانه شي.

د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطف الله حکیمي وايي: « هغه ټول کادرونه چې یو وخت یې د هېواد د خدمت ټټر واهه، خو د تحولاتو له امله یې هېواد پرېښود، شخصي ژوند یې د دوی خپل کار دی خو ټولنیز ژوند باید مطرح وي.»

د ملي دفاع وزارت لوی درستېز قاري فصیح الدین فطرت وايي: « زموږ خلک تر درد لاندې وي، خو دوی د حساب ماشین په لاس کې وي او پیسو ته حساب کوي. امام شافعي وايي، له دینې علومو وروسته بهترین علم طب دی.»

د چارواکو په خبره، یاد پوهنځي کې زده کړیالانو ته د نظري او عملي زده کړو سربېره میاشتني امتیازات هم په پام کې نیول شوي او له دوی غواړي چې خپلو زده کړو ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو راتلونکي کې خلکو ته په وخت روغتیایي خدمات ورسوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist