Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلالي: د تېرو کالونو په پرتله د مور او ماشوم د مړینې کچه د پام وړ ټیټه شوې

جلالي: د تېرو کالونو په پرتله د مور او ماشوم د مړینې کچه د پام وړ ټیټه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/28

د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې، د یکشنبې پر ورځ عامې روغتیا وزارت خپلې یو کلنې لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له خبریالانو سره شریک کړل.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د معیاري او باکیفیته خدماتو وړاندې کولو ژمنه کوي او وايي، د تېرو کالو په پرتله د مور او ماشوم د مړینې کچه  د پام وړ ټیټه شوې او د دې برخې لپاره نور پلانونه هم شته.

جلالي  په دې اړه وايي: « موږ د مور او ماشوم د صحت او د دوی د مړینې کچې د معلومولو لپاره ابتدايي پروپوزل جوړ کړی او په تېرو څو لسیزو کې به دا لومړی ځل وي چې دا سروې به خپله د عامې روغتیا وزارت په تخنیکي او مالي ملاتړ ترسره شي. البته زموږ ارقام او معلومات ښيي چې د مېندو او ماشومانو په مړینه کې نظر تېرو کالونو ته د پام وړ کموالی راغلی.»

چارواکي  وايي، اوسمهال په ټول هېواد کې له ۴ زرو زیات روغتونه او روغتیايي مرکزونه لري خو له ۳۰۰ زیاتو ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو لپاره بودیجه ترلاسه شوې او لومړنۍ چارې یې هم ترسره شوې دي.

دوی زیاتوي، په تېر یوه  کال کې بستري خدمتونو، لوی او واړه جراحي عملیاتو، د هیموډیالیز، ای سي او، زیږون، تشخصیه خدمتونو، فېزیو ټراپي، سترګو اړوند خدماتو، په نشه یي توکو  روږدو کسانو او سرطاني ناروغانو د درملنې په برخو کې میلیونه روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

د عامې ورغتیا وزارت مالي او اداري معین ملابخت الرحمان شرافت وايي: « په مجموع کې موږ ۴ زره ۲۸۹ روغتیايي مرکزونه لرو چې په کې حوزوي، ولایتي او د ولسوالیو او کلیو پر کچه مرکزونه شامل دي. د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په وړاندیز او د امیرالمؤمنین د ځانګړي شفقت له مخې، د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو جوړولو په موخه، بودیجه ترلاسه او ابتدايي چارې یې ترسره شوي دي.»

د روغتیايي خدماتو معین عبدالولي حقاني وايي: « د روږدو درملنه ۴۶ زر ه ۷۳۶ تنه او د سرطان ناروغانو درملنه ۴۳ زره ۹۱۷ تنه.»

چارواکي دغه راز وايي، په تېر یوه کال کې د یو شمېر ولایتونو په روغتونونو کې د جدي مراقبتونو څانګې جوړې شوې او همدا راز په څلورو ولایتونو کې د سرطان د درملنې ۵۰ بستریز او د روږدو کسانو د درملنې څلور مرکزونه جوړ شوي دي.

عامې روغتیا وزارت  د میلیاردونو افغانیو په ارزښت ګڼ شمېر روغتونونو ته د درملو، روغتیايي تجهزاتو او ناروغانو ته  د خوراکي توکو رانیولو خبره هم کوي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ رییس داکټر سید رسول منګل وايي: « همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د مرکز په شمول، ۲۲ مرکزي، ۵ حوزوي او ۱۱ ولایتونو روغتونونو ته د ۲.۶ میلیارده افغانیو په لګښت درمل، طبي ملزمات، د ناروغانو لپاره خواړه، روغنیات او داسې نور مواد اخیستل شوي دي.»

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي خدمتونو د تنظیم رییس ډاکټر نعیم الله ایوبي وايي، په تېر یو کال کې په مرکز او ولایتونو کې نږدې ۱۱۰۰  ټنه بې کیفیته خوراکي او درملیز توکي له منځه وړل شوي.

ایوبي زیاتوي: « تېرکال په مرکز او ولایتونو کې ۱ زر ۷۷ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر خوراکي توکي او درمل له منځه وړل شوي چې ۵۱۸ ټنه په مرکز او ۵۵۹ ټنه په ولایتونو کې وو.»

په همدې حال کې د دې وزارت چاراکو له روغتیايي سکټورسره د نړیوالو مرستو له کمېدو اندېښنه وښوده، خو زیاته یې کړه چې هڅه کوي خلکو ته له خپلې داخلي بودیجې روغتیايي خدمات وړاندې او دغه سکټور پر ځان بسیا کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي: « دا چې له روغتیايي سيسټم سره د نړیوالو مرستې ورځ تر بلې کمېږي، پلان لرو چې اړوند برخو کې د نړیوالو مرستو ترڅنګ، له خپلې داخلي بودیجې هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړو او دا د روغتیايي خدماتو د ځان بسیاینې لپاره ستر ګام دی»

د عامې روغتیا وزارت په کلني راپور کې راغلي چې په تېر یوه کال کې د پولیو واکسین څلور کمپاینونه ترسره شوي چې دوه یې سراسري او دوه نور یې فرعي وو.

 د دوی په خبره، په هرعمومي کمپاین کې له ۱۱ میلیونو ډېر له پنځه کالو کوچني ماشومان واکسین شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist