د افغانستان د درملیځو خدمتونو ټولنه مشر اسد الله کاکړ وايي، د درملو وارداتو کمېدو د هېواد درملتونونه د درملو له کمښت سره مخ کړي دي.
کاکړ د درملو کمښت لامل پر بانکونو لګېدلي بندیزونه یادوي او وايي، نه شي کولای بهر ته پيسې انتقال کړي.
کاکړ وايي:« زموږ پیسې بهر هېوادونو ته نه ځي. موږ نه شو کولای،هېواد ته درمل راوړو دا یو جدي ګواښ دی او په هیواد کي د درملو له کمي سره مخ یو.»
کاکړ د بانکي ستونزو سربېره د سوداګرو امنیت بله جدي ننګونه بولي او په وینا یې درې میاشتو کې د دې ټولنې درې سوداګر اختطاف شوي دي.
کاکړ زیاته کړه:« زموږ اوه سوداګر د درملو اختطاف شوي دي، یو شمیر یې خوشي شوي او یو شمیر نور یي په بند کي دي.»
اسلامي امارت بیا خپله ژمنه تکراروي او ډاډ یې ورکړی دی، چې د سوداګرو د امنیت لپاره ژمن دي او د ستونزو د حل لپاره یې کټولي ګامونه پورته کړي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:« افغان سوداګر د پانګوني او د امینت په برخه کي موږ ژمنه کوو او هغه ډلي به ونیسو،چي د افغان سوداګرو په اختطاف کي لاس لري او یو شمیر نیول شوي هم دي.»
له دې سره کاکړ وايي، مهم درمل په هیواد کي خلاص شوي او که د کورونا وبا بله څپه راشي، کافي درمل ورته نه لري.