د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې یو ځل بیا لسګونه عام بلوڅان د اعتراض په ډول راټول شوي او د خپلو کورنيو د بې درکه شویو غړیو پيدا کولو او اساسي حقونو پوښتنه او غوښتنه کوي.
دوی چې د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته يې پرلت وهلی، ادعا کوي چې د پاکستان حکومت يې خپلوان بې درکه کړي او ژر تر ژره دې يې را پيدا او آزاد کړي.
په دې پرلت کې ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان ګډون لري او ټولو د هغو بې درکه شویو کسانو انځورونه د اعتراض په ډول پورته کړي چې د ادعا له مخې، په تېرو څو کلونو کې د پاکستاني ریاست له خوا بې درکه شوي دي.
د دې ولسي پرلت ګډونوال وایي، د پاکستان له حکومت کار او روزګار نه بلکې امن او د خپلو بې درکه خپلوانو د پيدا کولوغوښتنه لري.
د پرلت یو غړی وايي: « زه یو زوی لرم، هغه هم له تېر یوه کال راهیسې دوی رانه نیولی دی. ما د خپل زوی د پیدا کولو لپاره په پښو زرګونه کیلو مټره مزلونه کړي دي. زه د بلوچستان له یوې لرې سیمې دلته اسلام اباد ته راغلې یم او د پاکستان له حکومت غواړم چې زما زوی راخوشې کړي. موږ دلته له تېرو دوو ورځو راهیسې د باد، باران او سختې ګرمۍ ته ناست یو او د خپلو حقونو او ورکو شویو اولادونو پوښتنه کوو. دوی د قانون او اسلام خبرې ډېرې کوي، خو دا څنګه قانون او اسلام دی چې زموږ خبرې او درد نه اوري؟»
ګډون کوونکي د پرلت پرمهال د هغو بلوڅ فعالانو د آزادېدو غوښتنه هم کوي چې په تېرو څو کلونو کې د پاکستان حکومت نیولې دي.
په دې فعالانو کې یوه هم د بلوڅانو د یوالي کمېټې مشره ماهرنګ بلوڅ ده.
د بلوچستان حکومت د جولای پر ۱۸مه د ماهرنګ بلوڅ او د هغې د څلورو ملګرو د بند موده د عامه نظم ګډوډولو قانون له مخې د نورو ۱۵ ورځو لپاره غځولې ده.
د پاکستان پخوانی سناتور مشتاق احمد بیا د پاکستان پر حکومت نیوکه کوي چې د ولسي خلکو غوښتنو ته پام نه کوي او وایي، په پاکستان کې له کلونو راهیسې ولسي خلک له حکومت د امن او خپلو بشري حقونو غوښتنې کوي، خو غږ یې نه اورېدل کېږي.
احمد زیاته کړې:« دا بلوڅان زموږ خوندې او وروڼه دلته راغلي او د خپلو ورکو شویو عزیزانو تصویرونه یې ځان سره راوړي. دا هر یو پنځه کاله، لس کاله، پنځه لس کاله حتا شلو کالو راهیسې غایب دي. دوی یوازې یوه مطالبه لري، هغه دا چې نه سیاست کوي، نه منصب او څوکۍ غواړي او نه هم د وراني قصد لري، یوازې خپل درد بیانوي او خپل کسان غواړي.»
فعالان نيوکه کوي چې د پاکستان حکومت یې غوښتنو او پوښتنو ته ځواب نه وایي او پر ځای یې پر دوی فشار راوړي چې له خپلو غوښتنو تېر شي.
دوی د پاکستان دغه کړنې دېکتاتوري بولي او وایي، له خپلو غوښتنو او پوښتنو به تېر نه شي.
پخوانی سناتور مشتاق احمد زیاتوي: « دا جبر دی، دا مارشاله ده او دا فاشېزم دی. تاسو وګورئ د پولیسو ګاډي ولاړ دي، د زندان موټر ولاړ دي، لارې بندې دي او د خوف یوه فضا ده. دا تر ټولو ناوړه جبر دی.»
د سیاسي چارو څارونکي بیا وایي، د پاکستان حکومت تل هڅه کړې چې د بلوڅانو غوښتنې شاته وغورځوي او بېغوري يې د دې سبب شوې چې عام بلوڅان خپلو غوښتنو لپاره د اعتراض غږ پورته کړي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « دا چې پاکستان د بلوڅانو غږ نه اوري، زموږ په نظر دا د پاکستان تېروتنه ده. که دوی غواړي چې دا وګړي خپل کړي، نو د دوی مشروع غوښتنو ته دې ځواب ووايي؛ دا به هم د پاکستان او هم د بلوڅانو پر ګټه وي. که بیا هم پاکستان له زور زیاتي کار اخلي، یوه سیمه ییزه لانجه ورته جوړېدای شي.»
د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د پاکستان او بلوڅانو شخړه د پاکستان له خلقت او جوړېدو سره سمه پېښه شوې. اصلي ستونزه دا ده چې دا په پاکستان کې ملي ستم روان دی او بلوڅان ځان محروم احساسوي.»
بلوڅان له تېرو دوو ورځو راهیسې د اسلام اباد پرېس کلب شاوخوا راټول شوي او د خپلو ورکو شویو وګړو او اساسي حقونو غوښتنه کوي، خو د پاکستان حکومت یې لاهم په ځواب کې څه نه دي ویلي.
د بلوڅو ولسي خلکو په خبره، د اسلام اباد ځایي پولیس هڅه کوي چې دوی له اعتراض کولو راوګرځوي.