Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هلمند باباجي ولسوالۍ اوسېدونکي له روغتیايي ستونزو سره مخ دي

د هلمند باباجي ولسوالۍ اوسېدونکي له روغتیايي ستونزو سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/19

د هلمند  ولایت د باباجي ولسوالۍ اوسېدونکي د یادې ولسوالۍ د مرکزي روغتون د پراختیا ترڅنګ، په دې ولسوالۍ کې د لا ډېرو روغتیایي مرکزونو، درملو او طبي توکو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

دوی وایي، د دې ولسوالۍ نفوس زیات دی او پر مرکزي کلینیک د ناروغانو ګنه ګوڼه زیاته ده، نو ځکه ورته بسنه نه کوي او په خبره یې باید پراخ او طبي امکانات یې لا زیات شي.

د باباجي ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی محمد ظاهر وايي: « موږ خپل ناروغان له دې ځایه لښکرګاه ته وړو، نه مو حکومت غږ اوري او نه مو وطن کې داسې څوک شته چې دا ستونزه را هواره کړي. موږ غوښتنه کوو چې دلته روغتیايي مرکز جوړ شي.»

د باباجي ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی محمد شفېع وايي: « دلته یو کلینیک شته، خو خلک ډېر دي بسنه نه کوي. دلته باید بل کلینیک هم جوړ شي، ترڅو خلک هوسا شي. زموږ خلک په پور شخصي معاینه خانو ته ورځي.»

د باباجي ولسوالۍ اوسېدونکی قاري عبدالله وايي: « موږ په دې سیمه کې روغتون او کلینیک ته سل په سلو کې ضرورت لرو. کله چې عاجل ناروغ پیدا شي، هېڅ ځای ته مو لاسرسی نه کېږي.»

په ورته مهال، د یادې ولسوالۍ سیمه ییز مسوولین وایي، د روغتون د پراختیا او نورو روغتیايي مرکزونو جوړېدو په موخه یې اړوندو ادارو ته خپلې غوښتنې استولې دي او هیله ‌مندي ښيي چې دا غوښتنې به یې ژرعملي شي.

د باباجي ولسوالۍ مرستیال عبدالقیوم حسني وايي: «  موږ خپل غږ د عامې روغتیا ریاست او وزارت ته رسولی دی، خو لاهم ستونزې شته دي. باباجي ولسوالي یوه ګڼ مېشته سیمه ده، موږ کوشش کوو چې د ولایت مقام په همکارۍ دا ستونزه حل کړو.»

د هلمند باباجي ولسوالۍ لښکرګاه ښارته نژدې، شمال ‌لوېدیځ کې پرته ولسوالي ده چې لسګونه کلي او پراخ نفوس لري.

دا سیمه د اوږدو جګړو له امله ډېره ځپل شوې او تر دې دمه ورته د بیا رغونې په برخه کې کمه پاملرنه شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist