د ملګرو ملتونو د بشري بیا مېشتېدنې پروګرام (یو.اېن.هبیټاټ) د افغانستان په ښارونو کې د خلکو د اوسېدلو او ښاري پراختيا په اړه تازه څېړنه کړې.
دا څېړنه ښیي چې اوس مهال له هرو څلورو تنو یو یې په ښار کې ژوند کوي او که دا لړۍ همداسې روانه وي، تر ۲۰۶۰ کاله به نیمایي یا ۵۰ سلنه افغانان په ښارونو کې مېشت شي.
د ملګرو ملتونو د بشري بیا مېشتېدنې پروګرام ویلي: « په۱۹۵۰ زېږدیز کال کې له هرو ۲۰ افغانانو یوازې یو تن په ښارونو کې اوسېده. په ۲۰۲۲ کال دا شمېر په هرو څلورو تنو کې یو ته ورسېده او تر ۲۰۶۰ کال پورې به نیمایي یانې ۵۰ سلنه افغان وګړي په ښارونو کې مېشت شي.»
د کور او ښار جوړولو وزارت بیا د ملګرو ملتونو دغې څېړنې ته په غبرګون کې پخواني حکومتونه ګرم بولي او زیاتوي چې د هېواد ډېری لوی ښارونه په غیرپلاني او نامنظمه بڼه جوړ شوي او خلک په کې استوګنیزو اسانتیاوو ته کم لاسرسی لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند کمال افغان وايي: «د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې د تېرو دورو یا کالونو رژيمونو او چارواکو د بې پروايۍ له امله، تر ډېره حده افغانستان کې غیر پلاني وده رامنځته شوې چې هم یې امارت او هم ولس ته سردرد جوړ کړی. کله چې اسلامي امارت یو ځل بیا حاکمیت ته ورسېد، دې برخې ته پاملرنه شوې. د کور او ښار جوړونې وزارت هڅې پیل کړې چې غیر پلاني وده او پراختیا مهار کړي، اصلاحات په کې راولي او په راتلونکي کې هم د غیر پلاني ودې او پراختیا مخنیوی وشي.»
بله خوا، کابل ښار چې د هېواد پر کچه تر ټولو ګڼ مېشت او لوی ښار بلل کېږي، د ښاروالۍ مسوولین یې هم تاییدوي چې اوس مهال په دې ښار کې د اوسېدونکو وګړو شمېر ترهغه ډېر لوړ دی چې دغه ښار یې د اوسېدلو ظرفیت لري.
د کابل ښاروالۍ مسوولین زیاتوي، هڅې روانې دي چې ښاري ماسټرپلان عملي او خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی وايي: « د کابل ښار شاوخوا ۷۰ سلنه سیمو غیر پلاني وده کړې. کابل ښاروالي د پراختیايي او ټولګټو پروژو په عملي کولو سره هڅه کوي چې کابل ښار د یوه داسې ښار په لوري سم کړي چې سل په سلو کې پلاني وي؛ دغه کار همدا اوس روان دی.»
یوشمېر کابل ښاریان هم له ګڼه ګوڼې شکایت کوي او له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو اوسني وضعیت ته په کتو، له مسوولینو د خدماتو زیاتوالي غوښتنه کوي.
د کابل اوسېدونکی سیلاب ځاځی وايي:« کابل ښار د ۳ میلیونو تنو نفوس لپاره جوړ شوی، خو اوس په کې بې شمېره نفوس ځای پرځای دی. دلته داسې ښارګوټي هم شته چې ټول په کې د یوه کلي خلک ځای پرځای شوي.»
د کابل اوسېدونکی واحدالله وايي: « له ښاروالۍ او امارت غوښتنه کوو چې ښار منظم کړي، نوي بلاکونه جوړ کړي او ټول سیسټمونه ورغوي، ځکه چې ډېر زیات مهاجر را روان دي.»
د ملګرو ملتونو د بیا مېشتېدنې پروګرام څېړنه دغه راز ښیي چې لاهم د افغانستان ښارونه په دومره لوړه کچه بدلون او د وګړو مېشتېدلو ته چمتو نه دي او د دې لپاره باید ګامونه پورته شي، ترڅو ښاري کېدل د مثبت بدلون لپاره پر یوه محرک بدل شي.