Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: تر راتلونکو درېيو لسيزو به شاوخوا نيمايي افغانان په ښارونو کې مېشت وي

ملګري ملتونه: تر راتلونکو درېيو لسيزو به شاوخوا نيمايي افغانان په ښارونو کې مېشت وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/15

د ملګرو ملتونو د بشري بیا مېشتېدنې پروګرام (یو.اېن.هبیټاټ) د افغانستان په ښارونو کې د خلکو د اوسېدلو او ښاري پراختيا په اړه تازه څېړنه کړې.

دا څېړنه ښیي چې اوس ‌مهال له هرو څلورو تنو یو یې په ښار کې ژوند کوي او که دا لړۍ همداسې روانه وي، تر ۲۰۶۰ کاله به نیمایي یا ۵۰ سلنه افغانان په ښارونو کې مېشت شي.

د ملګرو ملتونو د بشري بیا مېشتېدنې پروګرام ویلي: « په۱۹۵۰ زېږدیز کال کې له هرو ۲۰ افغانانو یوازې یو تن په ښارونو کې اوسېده. په ۲۰۲۲ کال دا شمېر په هرو څلورو تنو کې یو ته ورسېده او تر ۲۰۶۰ کال پورې به نیمایي یانې ۵۰ سلنه افغان وګړي په ښارونو کې مېشت شي.»

د کور او ښار جوړولو وزارت بیا د ملګرو ملتونو دغې څېړنې ته په غبرګون کې پخواني حکومتونه ګرم بولي او زیاتوي چې د هېواد ډېری لوی ښارونه په غیرپلاني او نامنظمه بڼه جوړ شوي او خلک په کې استوګنیزو اسانتیاوو ته کم  لاسرسی لري.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند کمال افغان وايي: «د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې د تېرو دورو یا کالونو رژيمونو او چارواکو د بې پروايۍ له امله، تر ډېره حده افغانستان کې غیر پلاني وده رامنځته شوې چې هم یې امارت او هم ولس ته سردرد جوړ کړی. کله چې اسلامي امارت یو ځل بیا حاکمیت ته ورسېد، دې برخې ته پاملرنه شوې. د کور او ښار جوړونې وزارت هڅې پیل کړې چې غیر پلاني وده او پراختیا مهار کړي، اصلاحات په کې راولي او په راتلونکي کې هم د غیر پلاني ودې او پراختیا مخنیوی وشي.»

بله ‌خوا، کابل ښار چې د هېواد پر کچه تر ټولو ګڼ مېشت او لوی ښار بلل کېږي، د ښاروالۍ مسوولین یې هم تاییدوي چې اوس ‌مهال په دې ښار کې د اوسېدونکو وګړو شمېر ترهغه ډېر لوړ دی چې دغه ښار یې د اوسېدلو ظرفیت لري.

 د کابل ښاروالۍ مسوولین زیاتوي، هڅې روانې دي چې ښاري ماسټرپلان عملي او خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وايي: « د کابل ښار شاوخوا ۷۰ سلنه سیمو غیر پلاني وده کړې. کابل ښاروالي د پراختیايي او ټولګټو پروژو په عملي کولو سره هڅه کوي چې کابل ښار د یوه داسې ښار په لوري سم کړي چې سل په سلو کې پلاني وي؛ دغه کار همدا اوس روان دی.»             

یوشمېر کابل ښاریان هم له ګڼه ګوڼې شکایت کوي او له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو اوسني وضعیت ته په کتو، له مسوولینو د خدماتو زیاتوالي غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکی سیلاب ځاځی وايي:« کابل ښار د ۳ میلیونو تنو نفوس لپاره جوړ شوی، خو اوس په کې بې شمېره نفوس ځای پرځای دی. دلته داسې ښارګوټي هم شته چې ټول په کې د یوه کلي خلک ځای پرځای شوي.»

د کابل اوسېدونکی واحدالله وايي: « له ښاروالۍ او امارت غوښتنه کوو چې ښار منظم کړي، نوي بلاکونه جوړ کړي او ټول سیسټمونه ورغوي، ځکه چې ډېر زیات مهاجر را روان دي.»

د ملګرو ملتونو د بیا مېشتېدنې پروګرام څېړنه دغه راز ښیي چې لاهم د افغانستان ښارونه په دومره لوړه کچه بدلون او د وګړو مېشتېدلو ته چمتو نه دي او د دې لپاره باید ګامونه پورته شي، ترڅو ښاري کېدل د مثبت بدلون لپاره پر یوه محرک بدل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist