په سوېل پکتیا ولایت کې د عامې روغتیا ریاست وايي، دغه ولایت یې کې ټولو روغتیایي کارکوونکو ته د دوو میاشتو تنخوا او د درېیو میاشتو قراردادونه ورکړل شول.
د یاد ریاست مشر صدرالدین اعزام وايي، د مرکز او ولسوالیو ټولو روغتیایي مرکزونو ته اړین درمل او طبي او سون توکي رسول شوي دي.
اعزام زیاته کړه:« د حوزوي روغتون او د پکتیا ټولو روغتیایي کارکوونکو د دوو میاشتو تنخواوې ورکړل شوي دي. دا زموږ لپاره یو ښه خبر دی او د راتلونکي لپاره یې څار زموږ دنده ده.»
د پکتیا حوزوي روغتون روغتیاپالان هم وایي،تنخوا او د درېیو میاشتونو قراردادونه یې تر لاسه کړي او روغتون ته درمل او نورو طبي توکي هم ورکړل شوي.
د پکتیا حوزوي روغتون یو تن ډاکتر ابراهیم وايي:« هو! اوس خو کار په نورمال ډول روان دی. د دوو میاشتو تنخوا هم راکړل شوې او تر جنورۍ میاشتې پورې مو د درېیو میاشتو قراردادونه هم تر لاسه کړي دي.»
خو حوزوي روغتون یو شمیر مراجعین بیا وایي ،روغتون کې لا هم د درملو او نورو طبي توکو د کموالي ستونزه شته او مسوولین یې باید ټولې اړتیاوې پوره کړي.
د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« د روغتون وضعیت له مخکې نه اوس ښه شوی دی. لږ درمل راغلي، خو ډير لا نه دي راغلي .»
د پکتیا یو بل اوسېدونکی وايي:« غوښتنه مو دا ده،چې روغتون ته درمل راوړل شي. موږ ته چې د بازار نخسه راکړي، وس یې نه لري، ټول خلک بې وزله دي.»
د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا داسې وايي:« ډاکتران خو اوس ځنې حاضر دي او ځنې لا نه دي موجود .زموږ غوښتنه دا ده،چې ټول دې حاضر شي .»
د پکتیا ټول روغتیایي مرکزونه او کارکوونکي یې له څو میاشتو راهیسې بې برخلیکه پاتې وو، چې له کبله یې د روغتیايي چوپړتیاوو کچه راټیټه شوې وه،خو اوس یې لګښت د درېیو میاشتو لپاره یونسیف پر غاړه اخېستی دی.