Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عباد: د نړیوالو مرستو کمېدو روغتیايي سکټور اغیزمن کړی

عباد: د نړیوالو مرستو کمېدو روغتیايي سکټور اغیزمن کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/21

 د روغتيا وزارت چارسمبالی وزیر قلندر عباد، چې د روغتيايي ستونزو د اروزني لپاره کندهار ته تللی، وایي له روغتيايي سکټور سره د نړيوالو د مرستو کموالي له ننګونو سره مخ کړي، خو په خبره یې د دغو ستونزو د هواري په لټه کې دي.

عباد زیاتوي:«له دې ټولو سره سره نړيوالو هم خپلې مرستې کمې کړي دي، د پخوا په پرتله د مرستو کچه ۹۵ سلنه کمه شوې ده، خو له دې ټولو سره سره موږ هڅه کوو، چې خلکو ته اړینې روغتیايي اسانتیاوې رامنځته کړو.»

عباد وايي، د نړیوالو له مرستو د کموالي ترڅنګ تېر حکومت  زياتي ستونزي د روغتیا په سکټور کې ورته په مېراث پريښي دي. 

عباد زیاته کړه: «ستونزې لويي دي، د دې ستونزو د حل لپاره تېرو شلو کلونو کې هېڅ اقدام نه دی شوی، بلکې په شعوري ډول ستونزې پرښودل شوي دي. موږ ته اوسنۍ ستونزې د تېر نظام له خوا په مېراث پرېښودل شوي دي.»

عباد وويل, د روغتيا په برخه کې د پخوا په شان دوی د ښځينه روغتياپالو ونډې ته اړتيا لري او په وینا یې  ټولي ښځينه روغتيايي کارکوونکي دا مهال په عادي ډول خپلي دندې مخته وړي.

د کندهار اوسېدونکي وایي، اړتیا ده چې دولت په روغتيایي مرکزونو کې د درملو او روغتیایي کارکونکو د کمښت ستونزه ژر هواره کړي.

 دکندهار ښار یو تن اوسېدونکی سيد اميد سعيدي وايي:« د اسلامي امارت له لورې هڅې پیل شوي، روغتیايي سکتور کې دې موجوده ستونزې حل کړي، موږ هڅې پیل کړي، چې روغتیايي مرکزونو کې د درملو د کمښت ستونزه هم حل کړو.»

د روغتيا چارسمبالي وزير  قلند حماد له نړيوالې ټولني د مرستو د بيا پیل او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه هم وکړه.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist