د فراه ولایت انادرې ولسوالۍ کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت روغتیایي مرکز له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د روغتون جوړولو مسوولین وایي، د یاد روغتايي مرکز له فعالیدو سره به د یادې ولسوالۍ د ذهکن کلي ۶۰۰ کورنۍ او شاو خوا کلیو خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
د ذهکن کلي روغتیايي مرکز جوړولو مسوول هارون حقیقت وايي:« دې مرکز لګښت ۳۵۰ زره امریکایي ډالر دي او دې مرکز کې به عمومي داخلې، زیږون، ماشومانو او نورو څانګو کې روغتیایي خدمان وړاندي کړي.»
بلخوا د سیمې اوسېدونکي وایي، دغلته روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي نه درلودو له امله اړ وه چې خپل ناروغان ګرمۍ او یخنۍ موسمونو کې د فراه مرکز ته ولیږدوي، خو په خبره یې د روغتون په جوړېدو سره به یې روغتیایي خدماتو ته لاسرسي برخه کې شته ستونزه څه ناڅه حل شي.
د انار درې ولسوالۍ اوسېدونکی غلام محمد وايي:« د دې کلینیک په جوړېدو سره به د خلګو ډېری ستونزې حل شي. مخکې به سړې او ګرمې هوا کې به مو خپل ناروغان فراه مرکز ته لېږدول. زموږ ذهکن کلي کې ۶۰۰ کورنۍ دي او ترڅنګ یې شاوخوا ۲۰ کلي دي هغوی به ټول له یاد مرکز ګټه واخلي.»
د انار درې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبدالله د اناردرې وايي:« هیله من یم چې د ولسوالۍ مرکز او نورو کلیو کې هم سوداګر همت وکړي او دا ډول کلینیکونه جوړ کړي او هېواد ته ابادي راوړي.»
مسوولین ډاډ ورکوي چې د دوی لپاره یوازې ودانۍ مهمې نه دی، بلکې روغتیایې خدماتو وړاندې کول يې لومړیتوب دی.
د فراه والي ویاند عبدالمالک اسامه وايي:« موږ پر داکترانو او کاري پرسونل غږ کوو چې کوښښ وکړي پر وخت د ناروغانو او مراجعینو درملنه وکړي.»
څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین فراه ته په سفر کې د یاد ولایت ۵ ولسوالیو کې د ۴۰ بستریزو روغتونونو جوړولو ډاډ ورکړی وو.