شولې هغه کښت دی چې په دې وروستیو کې د زیاتو بلخي بزګرانو پام ور اووښتی دی.
خو بزګران وايې، که يې ملاتړ وشي، د وریجو له اړخه به بلخ نسبتا پر ځان بسیا شي.
په همدې حال کې د وریجو پروسس وسایلو نشت، د بازار کمرنګي، د کیمیاوي سرې لوړه بیه د بزګرانو په خبره د یادې برخې هغه ستونزې دي چې نه شي کولیی خپل لګښتونه پرې پوره کړي.
بزګر محمد حسین وايي:« موږ که اوس له یوه جریب ۶۰ منه د مزار وریجې اخلو، خو که حکومت مو ملاتړ وکړي له یوه جریب ځمکې تر ۱۰۰ منه د مزار وریجې اخیستلی شو پرمختګ کوو.»
بزګران وايي، دې ولایت کې د شولو کښت علاقه من ډېر دي خو د سرپرست حکومت ملاتړ او همکارۍ ته منتظر دي.
بزګر حمیدالله وايي:« هغه مهال چې زموږ غنم او وریجې بازار ته عرضه کېږي په ټيټه بیه را څخه اخیستل کېږي، خو چې کله د دهقان حاصلات خلاص شي، بیا نو د تجارانو له خوا د وریجو بیه لوړېږي او هغه توکي چې له بهره را ورادېږي بیه یې لوړه وي.»
ورته مهال سیمه ییز مسوولین وايې ، د بزګرانو لپاره له اوزبېکستان اصلاح شوي تخمونه یې وارد کړي چې را روان فصل کې به يې پر بزګرانو وویشي او ډاډ ښيي چې د شولو دا اصلاح شوی تخم به دوه برابره حاصلات هم ورکوي.
د شولګرې ولسوالۍ کرنې مدیر په دې اړه وايي:« سږ کال شولګرې ولسوالۍ کې پر ۱۶ زره جریبه ځمکه باندې شوله کرل شوې چې ورسره جوخت سږکال د اوزبېکستان لخوا زموږ ۴۰ بزګرانو ته د نتیجې لپاره د شولې اصلاح شوی تخم ورکړل شوی، که سږ کال ښه نتیجه ورکړي نو کال ته به زموږ حاصلات یو په دوه کېږي.»
مسوولین همداراز د اقتصادي ودې په موخه د کرنیزو درملو او نورو برخو کې بلخي بزګرانو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکوي.
د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد موسی مبین وايي:« د تخمونو په اړه مو له موسساتو سره خبره کړې چې ښه کیفیت والا کوډ چمتو کړي او داغسي مو پلان دی چې څه موده وروسته موږ په بازار کې یوه ارزیابي وکړو دا مو له دهقانانو سره ژمنه کړې چې بې کیفیته او له تاریخ تېر کرنیز درمل به راټولو،ځکه صادرات او واردات یې هم غیري قانوني دي جواز نه لري. انشاالله ډاډ ورکوو چې سږکال به د هغه دواړو پلور بندو.»