Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د شولو کښت ته د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې

بلخ کې د شولو کښت ته د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/24

شولې هغه کښت دی چې په دې وروستیو کې د زیاتو بلخي بزګرانو پام ور اووښتی دی.

 خو بزګران وايې، که يې ملاتړ وشي،  د وریجو له اړخه به بلخ نسبتا پر ځان بسیا شي.

په همدې حال کې د وریجو پروسس وسایلو نشت، د بازار کمرنګي، د کیمیاوي سرې لوړه بیه د بزګرانو په خبره  د یادې برخې هغه ستونزې دي چې نه شي کولیی خپل لګښتونه پرې پوره کړي.

بزګر محمد حسین وايي:« موږ که اوس له یوه جریب ۶۰ منه د مزار وریجې اخلو، خو که حکومت مو ملاتړ وکړي له یوه جریب ځمکې تر ۱۰۰ منه د مزار وریجې اخیستلی شو پرمختګ کوو.»

بزګران وايي، دې ولایت کې د شولو کښت علاقه من ډېر دي خو د سرپرست حکومت ملاتړ او همکارۍ ته منتظر دي.
بزګر حمیدالله وايي:« هغه مهال چې زموږ غنم او وریجې بازار ته عرضه کېږي په ټيټه بیه را څخه اخیستل کېږي، خو چې کله د دهقان حاصلات خلاص شي، بیا نو د تجارانو له خوا د وریجو بیه لوړېږي او هغه توکي چې له بهره را ورادېږي بیه یې لوړه وي.»

ورته مهال سیمه ییز مسوولین  وايې ، د بزګرانو لپاره له اوزبېکستان اصلاح شوي تخمونه یې وارد کړي چې را روان فصل کې به يې پر بزګرانو وویشي او ډاډ ښيي چې  د شولو دا اصلاح شوی تخم به دوه برابره حاصلات هم ورکوي.


د شولګرې ولسوالۍ کرنې مدیر په دې اړه وايي:« سږ کال شولګرې ولسوالۍ کې پر ۱۶ زره جریبه ځمکه باندې شوله کرل شوې چې ورسره جوخت سږکال د اوزبېکستان لخوا زموږ ۴۰ بزګرانو ته د نتیجې لپاره د شولې اصلاح شوی تخم ورکړل شوی، که سږ کال ښه نتیجه ورکړي نو کال ته به زموږ حاصلات یو په دوه کېږي.»

مسوولین  همداراز د اقتصادي ودې په موخه د کرنیزو درملو او نورو برخو کې بلخي بزګرانو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکوي.

د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد موسی مبین وايي:«  د تخمونو په اړه مو له موسساتو سره خبره کړې چې ښه کیفیت والا کوډ چمتو کړي او داغسي مو پلان دی چې څه موده وروسته موږ په بازار کې یوه ارزیابي وکړو دا مو له دهقانانو سره ژمنه کړې چې بې کیفیته او له تاریخ تېر کرنیز درمل به راټولو،ځکه صادرات او واردات یې هم غیري قانوني دي جواز نه لري. انشاالله ډاډ ورکوو چې سږکال به د هغه دواړو پلور بندو.»

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist