افغانستان کې د ایډز یا ایچ ای وي پېښې په زیاتیدو دي.
عامې روغتیا وزارت وايي، ددغه ویروس د مخنیوي زیات احتمالات په زندانونو کې دی چې اوس دوی د زندانیانو وینه معاینه کوي
عامې روغتیا وزیر دا څرګندونې کابل کې د ایډز د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وکړې.
د تیر کال په پرتله افغانستان کې د ایډز یا ایچ ای وي ویروس خپریدو پېښې چټکې شوي دي.
عامې روغتیا وزارت تازه ارقام ښيي چې دمګړۍ له دوی سره په ټول هېواد کې د ثبت شویو ناروغانو شمیر شپږ دیرش زرو ته رسیږي چې دغه شمیر د تیر کال په پرتله اته ویشت سلنه زیاتوالی ښيي.
عامې روغتیا وزارت وايي، دوی اوس د ځینو اسانتیاوو په کارولو ددې ناروغۍ درملنه کوي.
ددغې ناروغۍ په لمنځه وړلو کې له روغتیا وزارت سره یونیسف اداره هم همکاري کوي .
د یونیسف ادارې داسې ویلي (( په نړيواله کچه شپږ دېرش اعشاریه ۹ ميلیونه خلک په ۲۰۱۷ کال کې په ايچ آی وي اخته و او تنها ۵۹ سله ناروغاونو ته درملنه ورکړل شوې ده او که موږ يې په لمنځه وړو کې ژمن پاتې شو د یادې ناروغی ارقام کنټرولېدونکي دي ))
د افغانستان په څیر دودیزه او اسلام پاله ټولنه کې د ایچ ای وي ویروس نوم یو له شرموونکو ناروغیو شمېرل کېږي خو هغه څه چې باید عامه ذهنیت پرې باور وکړي دا دی چې ایچ ای وي یواځې د جنسي اړیکو په نیولو نه بلکې ددغه ویروس د خپریدو نورې لارې چې هغه نشه یی توکي، د ویني انتقال د روغتیايي الاتو ګډ استعمال او نور څه دي چې دغه ویروس له یو بل ته انتقالوي.