په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د کورونا ویروس ګواښ ځکه ډېر شوی، چې هلته د مثبتو پیښو شمېر مخ پر زیاتیدو دی.
د جرمني او فرانسې په څېر هېوادونه پلان لري، چې یو ځل بیا کرنطین اعلان کړي.
اروپايي هېوادونه د راتلونکي کرسمس څخه هم اندېښنه لري، چې ګڼ شمېر کسان به یو ځای سره راټولېږي.
د کورونا ویروس اندېښنه داسې مهال ورځ تر بلې زیاتېږي، چې په دغو هېوادونو کې ګڼو کسانو د کرونا ضد دوه ډوزه واکسین هم کړي دی.
بل لور ته روسیه هم هغه هېواد دی، چې ډېر شمیر خلک په کې د کورونا د تازه څپې قرباني شوي دي.
اخوا د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې تل پر دې ټینګار کوي، چې واکسین باید ټولې نړۍ ته ورسېږي.